د افغانستان یو وتلی سندرغاړی استاد ګل زمان مړ شو
د افغانستان یو وتلی سندرغاړی او کمپوز جوړوونکی استاد ګل زمان مړ شوی.
هغه ۸۴ کلن و او له ډېره وخته له ناروغۍ کړېده.
استاد ګل زمان بېلابېلو سندرغاړو ته سلګونه سندرې کمپوز/جوړې کړي دي.
ګڼو افغان سندرغاړو له هغې ډلې فرهاد دریا، نغمې، شفیق مُرید او یو شمېر نورو په خپلو فیسبوکونو باندې د استاد ګل زمان د مړینې خبر خپور کړی او خواشیني یې ښودلې ده.