روسیې د اوکراین په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه لیک ویټو کړ
وار له مخه داسې اټکل کېده چې دا پرېکړه لیک به تصویب نه شي ځکه چې روسیه د امنیت شورا د دایمي غړي په توګه د ویټو حق لري.
د ملګرو ملتونو یو سل او درې نوي غړي کولی شي چې وروسته بیا هم دا پرېکړه لیک وارزوي.
د امنیت شورا له پنځلس غړیو هېوادونو ۱۱ دې پرېکړه لیک ته مثبته رایه ورکړه، خو د چین، هند او متحد عربي اماراتو استازیو ممتنع رایه وکاروله.
دا پرېکړه لیک د امریکا د متحد ایالاتونو او البانیا له لورې وړاندې شوی و.