Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د افغانستان په سړو سیمو کې دولتي پوهنتونونه پیل شول

د افغانستان په سرد سېره یا یخو ولایتونو کې له شپږ میاشتني ځنډ وروسته، د نجونو او هلکانو پرمخ د پوهنتونونو تړلې دروازې پرانېستل شوې.


حسیب‌الله احمدزی د کابل پوهنتون د پالیسۍ او عامه اړیکو د پوهنځي د پنځم سمسټر محصل دی. هغه تېر کال دې پوهنتون کې د داعش په برید کې ټپي شو.


هغه له یوه کال تېرېدو وروسته چې لا هم بشپړ نه دی رغېدلی او په لاره د تلو پر مهال ستونزه لري، د پوهنتون د بیا پرانیستل کېدو ته خوښ دی.




احمدزي زیاته کړه: "لطفاً تحصیلي او ښوونیزو بنسټونه مه سیاسي کوئ. څه ډول چې تېر کال پوهنتون سیاسي او له محصلینو د سیاسي الو په توګه کار  واخیستل شو. دا برید باید وڅېړل شي چې څه ډول او چا وکړ؟ د دې ترڅنګ باید امنیت ونیول شي، څو محصلین په ارامه فضا کې زده‌کړې وکړي."


شهیره الهامي بیا د هرات پوهنتون د عامه اړیکو د وروستي سمسټر محصله ده. هغه نن له شپږ میاشتني انتظار وروسته، خپل ټولګي ته تللې، خو  اوس له خپلو نارینه‌ ټولګي‌‌والو سره له څلور کاله ګډو زده‌کړو وروسته، جلا درس وايي.




نوموړې خوښه ده چې پوهنتونونه بیا پیل شول او د لسانس دورې د بشپړېدو چانس ورته برابر شو خو  وايي، په لومړۍ ورځ پوهنتون ته د راغلو نجونو شمېر ډېر کم وو.


اغلې الهامي زیاته کړه:" ټولګي ټول بېل بېل دي. هکان له غرمې وروسته او نجونې د سهار پرمهال ځي. نجونې ډېرې کمې او محدودې دي، یعنې هغه مهال چې پخوا به ټولګي ته راتلې، هغومره نه دي. پوهنتون د راتګ په عمومي دروازه د رادننه کېدو اجازه هم را نه کړل شوه او په یوه بله دروازه راغلو. "


همداراز د خوست شېخ زاید پوهنتون هم د نجونو او نارینه وو ښوونیز بهیر پیل شو.


د شېخ زاید پوهنتون د طب پوهنځي د څلورم ټولګي محصل بیت الله ازادي راډیو سره په خبرو کې په دې خوښي څرګنده کړه چې یو ځل بیا د پوهنتون دروازې د دوی پرمخ پرانیستل شوې.


نوموړي وویل: "کله چې موږ پوهنتون ته راغلو، موږ استادان، رئیسان او نور مسوولان لیدل چې موږ ته په لاره کې ولاړ وو، موږ ته يې ګلان راکول، موږ ته مینه راکوله، یقین وکړئ زموږ دومره محبت د درس سره پیدا شوی دی چې همدا اوس به موږ په درس لګیا کېږو، موږ ستړې نه احساسوو او د دې دردیدلي ملت خدمت لپاره به هېڅکه د ستړیا احسا س ونه کړم. "




د شېخ زاید پوهنتون د مسوولانو په وینا، په کومو ټولګیو کې چې د نجونو شمېر له لسو تنو زیات وي، هغوی ته به د زده کړو لپاره بیل ټولګي پرانیستل شي.


د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت د پرېکړې له مخې، سړو سیمو کې ټول دولتي پوهنتونونه د کب یا حوت په اوومې نېټې پرانېستل شول.


د دې وزارت د پرېکړې له مخې، په پوهنتونونو کې به د نجونو او هلکانو ټولګي جلا وي او نجونې به د سهار او هلکان به له غرمې وروسته ټولګیو ته حاضرېږي.


د طالبانو د لوړو‌ زده‌کړو وزارت چارواکو د دې راپور تر خپرېدو، د پوهنتونونو د پیل په اړه خبرې و نه کړي، خو میاشت وړاندې یې مسوولانو ویلي وو، د کب په اوومه به ټول دولتي پوهنتونونه پرانېستل شي.


د دې وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د هغو محصلانو تدریس به چې د ۱۴۰۰ کال په کانکور ازموینه کې بریالي شو، د راتلونکي وري یا حمل میاشت کې پیل شي.


په افغانستان کې لوړې زده‌کړې، په تېرو دوو کلونو کې د کرونا وبا، نا امنۍ او د طالبان د بیا ځلي واکمنېدو له امله، له خنډ او ځنډ سره مخ شوي او تحصیلي دورو ته یې سخته ضربه ورکړې ده.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *