Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د امریکا له‌خوا صادر شوی جواز افغانستان کې سوداګریز فعالیتونه پراخوي

د امریکا متحده ایالاتو د خزانې وزارت یو جواز صادر کړی چې په افغانستان کې سوداګریزو او مالي معاملاتو ته پراختیا ورکولی شي.


د دې وزارت د بهرنیو پانګو د کنټرول ادارې دا جواز د جمعې په ورځ خپور کړ او یوه اعلامیه کې یې ولیکل، په دې جواز کې د افغانستان له حکومتي ادارو سره راکړه ورکړه هم شامله ده.


د متحده‌ایالاتو د خزانې وزارت د دې جواز موخه، له افغانانو سره مرسته، له خصوصي سکټور، نړیوالو شریکانو او متحدینو او نړیوالو خیریه موسسو سره کار کولو ته ژمنه ښودل شوې ده.




په اعلامیه کې زیاته شوې: " دا جواز په دې هدف صادر شوی چې پر طالبانو د امریکا بندیزونه د هغو معاملو او فعالیتونه مخه و نه نیسي چې د افغانستان خلکو ته د بشري مرستو د رسولو لپاره ورته اړتیاده. "


د دې جواز پر بنسټ، له دې وروسته مالي ادارې، نادولتي موسسې، نړیوالې موسسې او د خصوصي سکټور شرکتونه پر طالبانو د امریکا د بندیزونو ته پام، په بېلابېلو برخو کې معاملې او مالي فعالیتونه پرمخ وړای شي.


خو په دې اعلامیه کې هغه محدویت ته هم اشاره شوې چې لا پر ځینو طالب مشرانو او د حقاني شبکې پر غړو بندیزونه ښيي.




اعلامیه کې لیکل شوي، ځینو طالب ‌مشرانو او حقاني شبکې به تر هغه د امریکا بندیزونه روان وي چې له خپلو ځپونکو کړنو څخه لاس په سر شوي نه وي.


خو د طالبانو حکومت د امریکا له دې پرېکړې په هرکلي سره د ټولو بندیزونو پای غواړي.


د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي: "په ټوله معنا اړیکې دې عادي شي، د افغانانو د پرمختګ مخه و نه نیول شي. همدا راز هڅه وشي چې افغانانو سره لا مرسته وشي، له جګړې وتلی ملت دی او همکارۍ ته اړتیا لري."


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم یوه اعلامیه کې لیکلي، د امریکا د خزانې وزارت له خوا صادر شوی جواز په افغانستان کې پراخو سوداګریزو فعالیتونو ته اسانتیا برابروي چې ګټه به یې افغانانو ته ورسېږي.




په اعلامیه کې د متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن له قوله لیکل شوي: "باید روښانه یې ووایم چې پر طالبانو به بندیزونه دوام ولري. دا جواز د هغو خصوصي شرکتونو او موسسو فعالیتونو ته اسانتیا برابروي چې د افغانستان له دولتي ادارو سره کار کوي، د ګمرک محصول، مالیه او نور فیسونه ورکوي. په دې دولتي ادارو کې هغه ادارې هم شاملې دي چې مشران یې د امریکا په بندیزونو کې شامل کسان دي."


د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ټام‌وېسټ هم د دې جواز له صادرېدو هرکلی کړی او په خپله ټویټرپاڼه یې لیکلي، هیله‌مند دی چې په لنډ وخت کې به په افغانستان کې د قانوني اقتصادي او سوداګریزې ودې لامل شي.


دا تېرو دوو میاشتو کې د امریکا له‌خوا پر افغانستان د بندیزونو د نرمښت درېیم جواز دی چې صادرېږي، هغه چې د افغانستان په اقتصادي خوځښت مثبت اغېز پرېباسي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *