نغمه: د استاد ګلزمان قدرداني نه په ژوندوني وشوه نه پر مړینه
نغمه وايي، استاد ګلزمان ورته وخت په وخت ډېر ښکلي طرزونه او کمپوزونه جوړ کړي وو. د نوموړې په وینا د هغوی ډېری جوړه او ځان له سندرې چې د افغانستان راډیو ـ تلویزون ته یې ثبت کړې وې، د استاد ګلزمان لخوا یې کمپوز ورته جوړ شوی و.
نغمې له مشال راډیو سره د ځانګړې مرکې پر مهال، پر دې هم خپګان ښکاره کړ چې د استاد ګلزمان قدرداني نه په ژوندوني وشوه او نه یې هم پر مړینه د هغه د حیثیت مطابق پروټوکول ورکړل شو. نغمه وايي، د هنرمندانو سره باید د افغانستان حکومتونه مناسبه رویه خپله کړي. مشال راډیو له ښاپېرۍ نغمې سره مرکه کړې چې دلته یې اورېدلی شئ: