خلک: د اسعداباد یوه مېلمستون کې د اورلګیدنې پېښې ۲ ورونه وژلي
د اسعداباد اوسېدونکي هارون درد ازادي راډیو ته د پېښې په اړه وویل: "د مسافر په نوم د یو تن میلمستون کې اور لګیدلی چې په دې میلمستون کې د یوه کورنۍ دوه تنه هم سوځیدلي دي."
د اسعداباد روغتون مسولین هم وايي، دوی ته د دوو هلکانو سوځېدلي جسدونه ور وړل شوي وو.
تراوسه امنیتي مسولینو او د کورنیو غړو يې د پېښې د لامل په اړه څه نه دي ویلي.
د ژمي په موسم کې هر کال ګڼو ولایتونو کې په کورونو کې د اورلګېدو پېښې او یاهم د ګازي بخاریو د چاودونو له امله ځینې کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي.