Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د غزني اوسېدونکي له طالبانو غواړي چې د تېر نظام نیمګړې پروژې بشپړې کړئ

د غزني ښار اړوند کابل اډې ته څېرمه په علي لالا سیمه کې د ښاروالۍ اړوند د پنځو بلاکونو جوړېدل. 


د دې ترڅنګ ثقافت سړک ته څېرمه د دولتي سونا ۸۰ سلنه، جمنازیوم ۹۰ سلنه ، غټه سړه خونه او په لسګونه داسې نورې پروژې کارونه بشپړ شوي چې  په تېر نظام کې یې کارونه پیل شوي خو د طالبانو له راتګ سره نیمګړي پاته دي چې نه یې برخلیک معلوم او نه یې د بیا پیلېدو هیلې څرګندیږي. 


خو د غزني اوسېدونکي اوس د دغه لسګونه پروژو د کار د بیا پیلېدو او تکمیل غوښتنه کوي. 


دوی د طالبانو له حکومته غواړي چې هم په خپله په دغه کار لاس پوري کړي او هم د نړۍ والو مؤسسو مخه پرېږدي، ترڅو د هېواد د ولاړ پراختیايي حالت ولاړه بېړۍ روانه شي. 


د غزني ښار اوسېدونکی عبدالله شااوخوا پنځه دېرش کاله عمر لري. 


نوموړی زیاتوي:" زموږ غوښتنه له نوي حکومته دا ده چې په غزني ولایت کې هغه پروژې چې په مخکېني نظام کې یې کارونه پیل شوي وو او تر اوسه نه دي بشپړ شوي د دې کارونه باید ډېر ژر پیل شي، ځکه د دې ګټه نه یوازې دولت ته، بلکې ټول ملت ته رسیږي." 


دوی وایي د دغو پروژو د ولاړ حالت له امله سلګونه کسان هم بې کاره شوي چې اوس یې اقتصادي حالت خراب دی. 


۴۰ کلن اشرف له هغو کسانو دی چې په دغو پروژو کې یې کار کاوه او اوس بې کاره شوی دی. 


اشرف زیاتوي:" له بده مرغه په هېواد کې له وروستي بدلون سره په نوي حکومت کې د ټولو پروژو کارونه په ټپه ولاړ دي، د دې سبب دا هم شو چې خلک سخت بې کاره شول." 


په ورته وخت کې د غزني د والي ویاند حافظ عمر ازادي راډیو ته وویل په راتلونکي کې به تاسو د پرمختګونو شاهدان یاست.  


نوموړی زیاتوي:" د ولایت مقام، د ولایت مقام رهبري او اړوندو ادارې تل هڅه کوي چې د غزني ولایت ولس ته خدمتونه وړاندې کړي او په راتلونکي کې به ټول ولس په غزني کې د پرمختګونو شاهدان وي."


دا په داسې حال کې ده چې د سې شنبې په ورځ د طالبانو حکومت د ملي پراختیا شرکت مالي او اداري مرستیال مولوي عبدالولي عادل په کابل کې په یوه خبري غونډه کې وویل، د هېواد په بېلابېلو سیمو کې یې په څه باندې زرو بېلابېلو پروژو کار پیل کړی چې له جملې څخه یې د ۳۹۴ هغو کارونه بشپړل شوي دي. 

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *