د هرات سوداګر: ایران زموږ لاریو ته اجازه نه ورکوي او تشې بېرته راګرځي
![د هرات سوداګر: ایران زموږ لاریو ته اجازه نه ورکوي او تشې بېرته راګرځي](https://gdb.rferl.org/EDD985AF-935B-4566-971B-A0F249758BC4_cx0_cy13_cw0_w800_h450.jpg)
د هرات ولایت سوداګر له ایران سره د سوداګرۍ په برخه کې د شته ستونزو د حل غوښتنه کوي.
د هرات ولایت سوداګرو د دغه ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې له چارواکو سره په لیدنه کې ویلي چې د افغان سوداګرو د سوداګریزو توکو لپاره کومې لارۍ چې ایران په ځانګړي ډول د دوغارون بندر ته ورځي، ډېر ځله ایران اجازه نه ورکوي او تشې بېرته راګرځي.
د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې په خبرپاڼه کې د سوداګرو له خولې ویل شوي چې بر عکس بیا د ایران پر سوداګریزو توکو بار ډیر شمیر لارۍ هره ورځ افغانستان ته راځي او دې مسئلې په سوداګریزو راکړو ورکړو کې ستونزې پیدا کړې دي.
دوی د سوداګرۍ له خونې او د طالبانو له حکومته غوښتي چې له ایران سره دې د صادراتو او وارداتو په برخه کې شته ستونزې ژر هوارې کړي.