د روسیې مرکزي بانک خلکو ته: له خپلو حسابونو لس زره ډالر نه شي ایستلی
د روسیې مرکزي بانک پرون خلکو ته اعلان وکړ چې د خپلو بهرنیو پیسو له حسابونو له لس زره ډالر نه شي ایستلی.
دې بانک له هغو بندیزونو سره چې لویدیځ پر اوکراین د برید له کبله پر روسیې لګولي د مقابلې لپاره پرون یو لړ نور اقدامات هم اعلان کړل او په یوه بیان کې یې وویل چې د بهرنیو پیسو له حسابونو یوازې انډول ډالر ورکول کېږي.