Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

له امریکا وروسته بریتانیا هم له روسیې د تیلو واردات پای ته ورسوي

وروسته له هغې چې امریکا د روسیې د تیلو پر وارداتو بندیز ولګاوه، بریتانیا هم اعلان وکړ چې د روان کال تر پایه به له روسیې د تیلو واردات پای ته ورسوي، خو اروپایي ټولنه چې ډېره د روسیې پر انرژۍ متکي ده، پلان لري چې له روسیې د ګازو واردات دوه په  درېیمه برخه کم کړي. 


د امریکا د متحد ایالاتونو ولسمشر جو بایډن پرون د روسیې د تیلو پر وارداتو د بندیز  لګولو د اعلان پر مهال وویل چې د تیلو د وارداتو بندیز د روسیې ولسمشر ولادیمیر پویتن ته د اوکراین د جګړې په خاطر سخته ضربه ده. 




بایډن امریکایانو ته خبرداری ورکړ او څرګنده یې کړه چې له ازادۍ څخه دفاع خپل قیمت لري. 


د روسیې د تیلو او ګازو صادرات د روسیې د بودجې د تمویل لویه برخه ګڼل کېږي او هم د دې هېواد د پیسې روبلو د ملاتړ لپاره د بهرنیو اسعارو کلیدي سرچینه ده. 


د ستراتيژیکو او نړیوالو مطالعاتو په مرکز کې د انرژۍ څېړونکی بېن کاهیل وایي، د روسیې د تیلو پر وارداتو بندیز به هغه اندېښنې لازیاتې کړي چې له روسیې سره د انرژۍ د سوداګرۍ برخه کې د مالي او قانوني خطرونو پر سر راپورته شوي دي.


روسیه به چې د ورځې شااوخوا پنځه میلیونه بېرله تیل صادروي، په خپلو صادراتو کې د پام وړ کموالي شاهده وي.


د کاهیل په وینا که روسیه د خپلو تیلو لپاره خریدار پیدا نه کړي ښایي د تیلو تولید کم کړي او چین به هم ښایي ونه شي کولی چې ټول هغه تیل او ګاز واخلي چې دا هېواد یې اوس اروپا ته په لوړه بیه صادروي. 




د روسیې ګاز د اروپایي ټولنې یو شمېر غړي هېوادونه اخلي. 


د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ ویلي دي چې دی له دې سره مخالف دی چې له روسیې څخه د ګازو او تیلو صادرات بند شي. 


شولڅ ویلي دي چې اروپایي ټولنه له روسیې د انرژي صادراتو ته سخت ضرورت لري.




دغه راز په پام کې ده چې سبا پاریس ته نژدې په ویرسیلیس کې د اروپایي هېوادونو د مشرانو دوه ورځنۍ غونډه پیل شي او دې غونډه کې به هم پردې خبرې وشي چې څرنګه د انرژي په برخه کې پر روسیې اتکا کمولی شي. 


په داسې حال کې چې پر اوکراین د روسیې د یرغل نن دوه اوونۍ پوره شوې او پر روسیې د سختو بندیزونو په ترڅ کې له دې هېواده د لویدیځ شرکتونو د وتلو لړۍ روانه ده، په دې ترڅ کې د تیلو ستر شرکت شیل اعلان وکړ چې له روسیې ووځي.


دغه راز د خوړو ستر شرکت مکدونالډس او د کافي شرکت سټاربوکس هم له هغو دوه سوه نورو شرکتونو سره یوځای شول چې روسیه کې یې تر نامعلوم وخته خپل فعالیتونه ځنډولي دي.  

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *