اروپایي ټولنې د مسکو په ځینو چارواکو او شتمنو تازه بندیزونه لګولي
اروپایي ټولنې پر اوکراین د روسیې د جګړې په خاطر پر مسکو د نورو بندیزونو لګولو په اړه موافقه وکړه چې په کې هغه ډیر شتمن کسان او چارواکي په نښه شوي دي چې ولسمشر ولادمیر پوتین ته نږدې دي.
فرانسه چې په اوس وخت کې د اروپایي ټولنې دوره یي مشري په غاړه لري، ولسمشرۍ یې نن په ټویټرپاڼه کې په څو ټویټونو کې وویل چې دغه نوي بندیزونه چې د دې ټولنې له خوا پر روسیې درېیم ځلي بندیزونه دي، د روسیې مشران او اولیګارشان یا شتمن او د هغوی د کورنیو غړي د اوکراین په جګړه کې د لاس لرلو په خاطر په نښه کوي.
د دغو نویو بندیزونو له مخې دغه راز په دې ټولنه کې د روسیې د مرکزي بانک شتمني کنګل کېږي او هم پر کریملین ملاتړو رسنیو بندیز لګول کېږي.