د فرانسې ولسمشر خپل روسي سیال ته د اوکراین د ماریوپول ښار په اړه اندېښنه وښوده
د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین ته ویلي، د اوکراین د ساحلي ښار ماریوپول د وضعیت په اړه چې روسي ځواکونو کلابند کړی دی، ژوره اندېښنه لري.
د فرانسې د ولسمشر دفتر پرون خبر ورکړ چې د دواړو ولسمشرانو ټیلیفوني خبرو یو ساعت دوام وکړ.
کرملېن هم په دې اړه معلومات ورکړي او ویلي یې دي چې د روسیې ولسمشر د دې خبرو پر مهال د روان وضعیت پړه پر اوکراین واچوله.
په همدې حال کې د جرمني صدراعظم اولاف شولتز هم د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره یو ساعت ټیلیفوني خبرې کړي. په دې خبرو کې هم د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو پر هڅو ټینګار شوی.
پرون له دې مخکې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي په یوه وېډیويي وینا کې وویل چې په ماریوپول ښار کې د روسیې له لوري د توپونو پرلهپسې ډزو په هغه تیاتر کې د خلکو د ژغورنې عملیات له خنډ سره مخامخ کړي دي چې د روسیې د پوځ په هوايي برید کې ویجاړه شوی دی.
د دې تیاتر د نړېدلې ودانۍ له کنډوالو څخه لسګونه کسان ژغورل شوي، خو د اوکرایني چارواکو په وینا سلګونه نور کسان لاهم تر خاورو لاندې پاتې دي.
د اوربند لپاره د نړیوالې ټولنې له پراخو غوښتنو سره سره روسیې د اوکراین پر بېلابېلو ښارونو حملو ته دوام ورکړی.
له بلې خوا د امریکا او چین ولسمشرانو پرون په ټیلیفوني خبرو کې پر اوکراین د روسیې د یرغل په اړه خبرې وکړې. سپینۍ ماڼۍ ویلي دي چې د دوی خبرو نږدې دوه ساعته دوام وکړ.
چین پر اوکراین د روسیې یرغل تر اوسه نهدی غندلی او اشغالیې هم نهدی بللی.
پیکېنګ وايي، د اوکراین ارضي تمامیت په رسمیت پېژني، خو په عین حال کې وايي، روسیه هم مشروع امنیتي اندېښنې لري چې باید پاملرنه ورته وشي.