د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې تقریباً ۱،۲۰۰ افغان ښوونکي وروزل
![د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې تقریباً ۱،۲۰۰ افغان ښوونکي وروزل](https://gdb.rferl.org/00ef0000-0a00-0242-60f6-08d9af43af04_w800_h450.jpg)
د افغانستان لپاره د سویډن کمېټه وايي، له نومبر میاشتې راهیسې چې په سړو سیمو کې ښوونځي رخصت وو، دوی تر زرو زیات ښوونکي وروزل.
د سویډن کمېټې د تعلیم او تربیې د پروګرام مسؤل محمد طاهر عصمت پرون له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل: "تقریباً ۱،۲۰۰ ښوونکي چې شااوخوا ۳۵ فیصدهیې ښځې دي، په بېلابېلو پروګرامونو کې شامل کړای شول او ظرفیتونهیې لوړ شول."
په افغانستان کې د سویډن کمېټه وايي دوی په افغانستان کې یو لک ماشومانو ته کتاب، قرطاسیه او ښوونکو تهیې معاش برابروي.
دغه کمېټه هر کال په بېلابېلو ولایتونو کې له ۵ تر ۱۰ پورې د ښوونځیو لپاره د ودانیو د جوړولو تمویل پر غاړه اخلي.