Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

چين ويلي، افغانستان له ګډوډۍ څخه نظم ته د انتقال په یوه حساس پړاو کې دی

د چین ولسمشر ويلي چې د یوه سوله‌ ییز، باثباته، پرمختللي او سوکاله افغانستان چې د ټولو افغانانو هیله ده، ملاتړ کوي او د ټولو هېوادونو په ګته دی.

شي جین پينګ دا خبره د مارچ پر ۳۰مه د افغانستان په اړه هغې غونډې ته کړې چې د ګاونډيو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران وربلل شوي او چين يې کوربه توب کوي.


دغه دوه ورځنۍ غونډه د مارچ پر ۳۰مه او ۳۱مه د چين د انهوی ولايت په تونزي ښار کې ترتيب شوې ده.


شي د غونډې ګډونوالو ته په يوه ليکلي بيان کې ويلي چې افغانستان له ګډوډۍ څخه نظم ته د انتقال په یوه حساس پړاو کې دی.


د چين د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې په دې غونډه کې د پاکستان، ایران، روسیې، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان د بهرنیو چارو وزیران یا استازي ګډون کوي، خو د يادې غونډې مشري د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي کوي.


دې دوه ورځنۍ غونډې ته د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امير خان متقي هم وربلل شوی دی. د دې وزارت وياند عبدالقهار بلخي د مارچ پر ۳۱مه پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي چې د دوی پلاوي له افغانستان سره پر اړوند يوشمېر موضوعاتو خبرې وکړې.




د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ هم په ياده غونډه کې ګډون کوي.


همدا راز د قطر او اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیران د ځانګړو مېلمنو په توګه دې غونډې ته وربلل شوي دي.


که څه هم په افغانستان کې د طالبانو حکومت تر اوسه د نړۍ هېڅ یوه هېواد په رسمیت نه ‌دی پېژندلی، خو چین مخکې له دې چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شي، ورسره‌ یې خپلې اړیکې پیاوړې کړې دي.


مخکې له دې چې طالبان، د تېر کال (۲۰۲۱ز) په اګست میاشت کې پر افغانستان واکمن شي، د چین د بهرنیو چارو وزیر د دې ډلې یو لوړ رتبه پلاوی چین ته دعوت کړی وو. وانګ یي هغه مهال طالبان په افغانستان کې د سولې او رغونې د یوه مهم ځواک په توګه یاد کړي وو.


چین د افغانستان په اړه دا غونډه تر هغه وروسته جوړوي چې د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي تېره اوونۍ د سیمې یو شمېر هېوادونو ته د سفر په ترڅ کې له مخکې په يوه نااعلان شوي سفر کابل ته لاړ او هلته يې له خپل طالب سيال امیر خان متقي، د طالبانو د ريیس‌الوزرا له مرستیال ملا عبدالغني برادر او یو شمېر نورو طالب چارواکو سره لیدنې کتنې وکړې.


د چارو د یو شمېر کتونکو په باور، چين پر دې سربېره چې غواړي په افغانستان کې د بشري ستونزو په کمولو کې رول ولوبوي، بيجينګ لېواله دی چې په دې هېواد کې په اقتصادي، په تېره د تر ځمکې لاندې کانونو په برخه کې ډېره پانګونه وکړي.




 

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *