Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د روژې میاشتې په رارسېدو سره د خوراکي توکو بیې لوړې شوي

د روژې میاشتې په رارسېدو سره د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي شکایت لري چې د تېرو ورځو په پرتله د خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي.


دوی د طالبانو له حکومت غواړي چې بیې کنټرول او د احتکار مخه ونیسي.


د کابل ښار د اتمې ناحیې د خوراکي توکو د پلور یو بازار ته راغلي یو شمېر خلک وايي چې روژې ته د تیاري په خاطر په سودا پسې راوتلي دي، خو له دې ډلې حسیب‌الله شکایت لري چې د خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي.


دی زیاتوي: "د روژې میاشت یوه مبارکه میاشت ده، په نورو هېوادونو کې چې کله روژه راځي د توکو بیې راټيټېږي، خو په افغانستان کې لوړېږي."


د کابل ښار بل اوسېدونکی یما، د طالبانو له حکومت غواړي چې بیې کنټرول او د احتکار مخه ونیسي.


یما وویل: "هر کال د روژې میاشتې په رارسېدلو سره سوداګر خوراکي توکي احتکار کوي او په بازارونو کې یې بیې لوړېږي، طالبان باید دوی ته دا اجازه ورنه‌کړي."


په افغانستان کې هر کال د روژې په رارسېدلو سره په بازارونو کې د توکو بیې لوړېږي چې دا کار خلک اندېښمنوي.




خلک په سوداګرو انتقاد کوي چې د توکو بیې لوړوي.


خو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي چې همدا روانه اوونۍ یې د خوراکي توکو له ټولنې سره ناسته کې، له سوداګرو غوښتي چې په روژه کې له خلکو په توکو کې کمه ګټه واخلي.


د دغه خونې سرپرست یونس مومند وايي: "موږ سوداګر ته وویل چې روژه کې کمه ګټه واخلي یا توکي بې‌ګتې خرڅ کړي، د سوداګرۍ خونې پرېکړه همدا ده چې په روژې میاشت کې ګټه کمه واخیستل شي."


خو ښاغلي مومند وویل چې سوداګر هم له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي، لکه د نړۍ هېوادونو ته د پیسو د لېږد په برخه کې او د سیمې په بازارونو کې د اوړو او غوړیو د بیو لوړوالی.


په ورته وخت کې د کابل ښاروالۍ د نشراتو رئیس نعمت‌الله بارکزی وايي، دوی به په روژې میاشت کې د توکو بیې کنټرول کړي.


ښاغلي بارکزي وویل: "سږ کال د روژې میاشت داسې مهال رارسېږي چې موږ لا دمخه نرخ‌پاڼې ورکړې دي او ان‌شاءالله د توکو د بیو د کنټرول په برخه کې د اسعارو نرخ ته په پام سره به داسې کېږي چې له خلکو سره ظلم ونه‌شي."




خو نوموړي ونه‌ویل، چې له سرغړوونکو سره به څه ډول چلند کېږي.


سږ کال په افغانستان کې روژه داسې مهال رارسېږي چې د ملګرو ملتونو د راپور پر بنسټ پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو راورسته د بې‌کارۍ او بې‌وزلۍ کچه لوړه شوې، خلک له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ او په لوړه بیه د توکو د اخیستلو توان نه‌لري.


د خوراکي توکو د یو شمېر هټۍوالو په خبره، د یوې بورۍ ۵۰ کیلويي اوړو بیه چې تېره اوونۍ ۲،۲۵۰ افغانۍ وه، اوس ۲،۴۵۰ افغانۍ شوې، یو ۱۶ لیتره ټیم غوړي له ۲،۶۰۰ څخه ۲،۷۵۰  افغانیو ته پورته شوي او د وریجو یوه درې نیم منۍ بوجۍ چې تېره اوونۍ ۲،۵۰۰ افغانۍ وه اوس ۲،۶۵۰ افغانۍ ده.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *