په کونړ او نورستان کې ٦ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
په نورستان او کونړ کې د شخصي بېلابېلو پېښو کې درې تنه وژل شوي او درې ټپیان دي.
په نورستان کې د اطلاعاتو او کلتور سرپرست رئیس مولوي سمیع الحق حقبیان د دوشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، وانټ وایګل ولسوالۍ اړوند د نيشه ګرام کلي کې ځواکونو هغه شل کلن ځوان نیولی چې د تبر په وسیله يې خپل پلار وژلی و او د خپلو دوه ملګرو پر ملتیا يې غوښتل دوه مشران ورونه هم ووژني.
هغه زیاته کړه: "امنیتي ځواکونو هغه شل کلن ځوان او دوه ملګري يې نیولي چې تېره ورځ يې خپل پلار وژلی و او د دوه مشرانو ورونو د وژلو کوښښ يې کاوه. درې واړه کسان د زیاتو تحقیاتو لپاره عدليي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي."
تراوسه د یادې وژنې اصلي لامل نه دی معلوم.
په ورته وخت کې د کونړ چارواکي وايي، تېره ورځ د اسمار اړوند د ډپبرړو سيمه کې ناپېژاندو کسانو پر یو ملکي موټر ډزې کړي چې په کې دوه تنه وژل شوي او درې ټپيان دي.
د کونړ د اطلاعاتو او کلتور سرپرست رئیس مولوي نجیب الله (حنیف) ازادۍ راډیو ته وویل، تراوسه د برید په تړاو څوک نه دي نیول شوي خو ځواکونه يې د موندلو او نیولو په لټه کې دي.
د هېواد د یو شمېر نورو برخو په څېر کونړ او نورستان کې یو شمېر کورنۍ شته چې خپل منځي دښمنۍ او بد بينۍ لري او له امله يې هرکال ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوړي.