ترکي ځواکونو په عراق کې ځمکني او هوايي عملیات کړي
د ترکیې دفاع وزیر خلوصياکار وايي، چې د دې هېواد پوځ د عراق په شمال کې د کرد جنګیالیو پرضد تازه ځمکني او هوايي تهاجمي عملیات پیل کړي دي.
اکار په یوه ویډیويي پیغام کې چې نن سهار د ترکیې د دفاع وزارت پر ویبسایټ خپور شو ویلي چې د ترکیې پوځي الوتکو او توپچي ځواک دکردستان د کارګرانو د ګوند یا (PKK) مرکزونه په نښه کړي دي.
ښاغلي اکار ادعا وکړه چې د عملیاتو پرمهال د PKK پټنځایونه، موضع ګانې، تونلونه، سمڅې، د مهماتو زېرمې او مرکزي قرارګاه د جټ الوتکو په وسیله په بریا سره په نښه شوي خو هغه په خپله وینا کې په دې عملیاتو کې د ګډونوالو سرتېرو او الوتکو شمېر ونه ښود.
د ترکیې دفاع وزیر وویل، د دې عملیاتو تمرکز د عراق په شمال کې د میتینا، زَپ او اواشین باسیان په سیمو کې د PKK پر مرکزونو و.
د PKK افراطي ډلې چې د عراق په شمال کې مرکزونه لري او له هغه ځایه پر ترکیې د حملو لپاره کار اخلي تراوسه په اړه دې څه نه دي ویلي او د عملیاتو د تلفاتو شمېر هم تر دې دمه نه دی معلوم.
له ۱۹۸۴م کال راهیسې، یعنې له هغه مهاله چې د کردستان د کارګرانو ګوند د ترکیې د جنوب ختیځ په عمدتاً کردمېشتو سیمو کې تحرکات پیل کړي، له ۴۰ زرو زیات کسان په جګړو کې وژل شوي دي.
PKK ګوند د متحدوایالتونو او اروپايي ټولنې له خوا د یوې تروریستي ډلې په توګه پېژندل کېږي.
د ترکيې پوځ په تېره یوه لسیزه کې څو ځلې، د عراق په خاوره کې د کردستان د کارګرانو د ګوند پرضد ځمکني او هوايي پوځي عملیات کړي. ترکي چارواکو په خصوصي څرګندونو کې ویلي دي چې دوی فکر کوي د عراق حکومت په کلکه د PKK پرضد د ترکیې د عملیاتو ملاتړ کوي.