پنجشېر کې له مقاومت جبهې سره د اړيکو په تور يو شمېر کسان نيول شوي
د پنجشېر د والي ویاند ابوبکر صدیق ازادۍ راډیو ته وویل، له پرون راهیسې دغه ۱۲ کسان په خنج ولسوالۍ کې نیول شوي او په دې اړه څېړنې روانې دي.
دی وايي، که څه هم په پنجشېر کې د مقاومت څرک نه تر سترګو کېږي، خو دوی بیا هم هڅه کوي په پنجشېر کې د هر ډول ګډوډیو مخه ونیسي.
محلي اوسېدونکو د دغو ۱۲ کسانو د نیول کېدو خبر تایید کړی خو وايي نه پوهېږي نیول شوي کسان چېرې بېول شوي دي.
پرون هم په خنج ولسوالۍ کې له مقاومت جبهې سره د اړیکو په شک د ۳ کسانو د نیول کېدو خبر ورکړل شوی و.