ملګري ملتونه: اوکراین د نه زغمل کېدونکي درد او کړاو په مرکز بدل شوی
د ملګرو ملتونو سرمنشي وايي اوکراین د نه زغمل کېدونکي درد او کړاو په مرکز بدل شوی دی.
انتونیو ګوتیریش پر ملکیانو حملې وغندلې.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د پلازمېنې کییف له شا و خوا څخه د روسي ځواکونو تر وتلو وروسته مسکو هلته یو وار بمباري کړې ده.
روسیې پرون پنج شنبه هم په اوکراین کې پر ځینو اهدافو خپلې حملې سختې کړې.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش په اوکراین کې راغلی وضعیت د ډېرې اندېښنې وړ وباله.
هغه پرون په کییف کې د اوکراین له ولسمشر ولادمیر زلینسکي سره یوځای یوه ګډ خبري کنفرانس ته وویل: "اوکراین نن د نه زغمل کېدونکي درد او کړاو په مرکز بدل شوی دی. نن یې زه د کییف په شاوخوا کې شاهد وم: بې مفهومه مړینې، په پراخه پیمانه ویجاړي، له بشري حقونو او د جګړې له نورو قوانینو د نه منلو وړ سرغړونې شوي."
انتونیو ګوتیریش دا خبرې وروسته تر دې وکړې چې د اوکراین د پلازمېنې کییف په شا و خوا کې یې ویجاړۍ ولیدې او پر ملکیانو یې حملې وغندلې.
روسیې پرون پنج شنبه د کییف په ګډون د اوکراین په ځینو ښارونو کې خپله بمباري سخته کړې وه.
په کییف کې یې یوه استوګنیزه سیمه او بله ودانۍ په نښه کړه چې د اوکراین د اضطراري خدماتو ادارې په وینا په نتیجه کې یې ۱۰ کسان ټپیان شول.
دا بمباري یو ساعت وروسته تر دې وشوه، چې د اوکراین ولسمشر ولادمیر زلینسکي د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوتیریش سره ګډ خبري کنفرانس ورکړ.
په همدې حال کې د اوکراین له نورو برخو هم د چاودنو راپورونه ورکړل شوي دي، په لوېدیځ کې له پولونه ښار، د بېلاروس پولې ته څېرمه له چرنيهیف او د کییف په جنوب لوېدیځ د فاستیف په نوم د رېلګاډي له یوه لوی تمځي.
د اوکراین د جنوبي ښار اودیسه ښاروال ویلي، چې د هوايي مدافع له خوا د روسیې د ځینو راکټونو مخه نیول شوې ده.
اوکرایني چارواکو په دونباس کې د روسیې له خوا د انداختونو راپور هم ورکړ، دا هغه صنعتي ښار دی، چې د کرملین په خبره د دوی عمده هدف دی.
له دونباس بهر په شمال ختیځ کې پروت خارکیف ته څېرمه هم د حملو راپور ورکړل شوی دی.
اوکراین نن جمعه د هغو ملکیانو د وتلو لپاره هیله مندي وښوده چې په جنوبي ښار ماریوپول کې د فولادو په یوه لویه فابریکه کې له ځینو وروستیو جنګیاليو سره راګیر پاتې دي.
د ولسمشر ولادمیر زلینسکي دفتر ویلي، نن له دې فابریکې د ملکیانو د ایستلو لپاره عملیات پلان شوي دي. په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.