طالبان: د کابل په دارالامان کې چاودنې ۱۰ کسان وژلي او ۲۰ ټپیان دي
د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې اړوند سیمه دارالامان پر سړک کې چاودنه شوې ده.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور ازادي راډیو ته وویل چاودنه په یوې خانقا کې دننه شوې چې له امله یې نږدې دېرشو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
هغه وايي، ۱۰ کسان وژل شوي او ۲۰ ټپیان دي.
دا وایي دا لومړمي معلومات دي.
خو د پېښې عیني شاهدانو ویلي، ښايي تلفات زیات وي ځکه د دوی په وینا د چاودنې غږ ډېر دروند وو.
تر اوسه کومې ډلې د برید مسوولیت نه دی منلی.