افغان کډوال وايي د اختر لپاره افغانستان ته نه شي تللی
د تورخم انتظامي چارواکي وایي چې د وفاقي حکومت له امر سره سم، هېچا ته اجازه نه شي ورکولای چې پر تورخم له پاسپورټ او ویزې پرته تګ راتګ وکړي. د دوی په خبره، دا اقدام یې د پولو د انتظام له پالیسې سره سم پورته کړی دی او موخه یې د وسله والو د تګ راتګ مخه نیول دي.