د امریکا د استازو جرګې مشرې کییف کې له ولسمشر زلینسکي سره وکتل
پلوسي زلینسکي ته وویل، چې د ازادۍ لپاره د مبارزې د قدرداني په پار ورسره ګوري.
پلوسي ویلي، د دې سفر هدف دا دی چې د امریکا نور ملاتړ راروان دی.
د امریکا د استازو جرګې مشرې اوکراین ته د سفر پر مهال د هغه هېواد د پارلمان له ځینو غړو سره هم وکتل.
د امریکا ولسمشر جو بایډن تېره اوونۍ د امریکا له کانګرس غوښتنه وکړه، چې اوکراین ته د ۳۳ میلیارد ډالرو په ارزښت د مرستو بسته تصویب کړي.