Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

په افغانستان کې د اختر په لومړۍ ورځ هيڅ امنیتي پېښه نه ده شوې

تر اوسه د کوچني اختر په لومړۍ ورځ په افغانستان کې د کومې امنیتي پېښې په اړه راپور نه‌دی ورکړل شوی.


د یوې خونړۍ روژې له تېرېدو وروسته، د کوچني اختر په لومړۍ ورځ په افغانستان کې کومه لویه امنیتي پېښه نه‌ده شوې.


یو شمېر کابل مېشتي وايي، سره له دې چې پلازمېنه کې د تېرې شپې هوايي ډزو ووېرول، خو خوښ دي چې د اختر لومړۍ ورځ خوندي وو. 


د کابل اوسېدونکي شریف ازادي راډیو ته وویل: "د اختر لومړۍ ورځ شکر په امنیت کې تېره شوه، خو سره له دې چې په کابل کې کور په کور تالاشي وشوه او له خلکو وسله ټوله شوه، بیا یې هم ډزې وشوې او دې موضوع خلک اندېښمن کړي."


په کابل او ځینو نورو ولایتونو کې د تېرې شپې ډزو په ټولنیزو رسنیو هم د خلکو پراخ غبرګون را پورته کړی او ان په ځینو ویډیوګانو کې چې په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې لیدل کېږي چې د ارګ له‌منځه هوايي ډزې کېږي.


سره له دې چې طالبانو وړاندې هوايي ډزې بندې کړي او عاملانو ته یې د جزا خبره کړې، خو د دوی د کورنیو چارو وزارت په دې اړه زموږ پوښتنې ځواب نه کړې. 


خو له هوايي ډزو سره سره د مزار شریف اوسېدونکې سعیده خوښه ده چې اختر په خوندي امنیت کې پیل شوی.


هغه وايي: "سره له دې چې د خلکو اقتصادي ستونزې زیاتې دي او اختر په خوښۍ کې نه شي تېرولای، خو بیا هم امنیت د دې لامل کېږي چې خلک په ارام فکر اختر ولمانځي."


په ورته وخت کې د طالبانو د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد هم ډاډ ورکوي چې د خلکو امنیت به خوندي کړي.




د طالبانو د دفاع د سرپرست وزیر په هغه ویډيويي اختریز پیغام کې چې د طالبانو په مشرۍ د ملي تلویزیون له لارې خپور شوی ویلي. 


هغه وویل:" موږ په ګډه توانېږو چې د هېواد امنیت په یوه مثالي توګه ښه کړو. ځای ځای یا هم کله چې کومه پېښه کېږي، هغې ته هم موږه متوجه یوو. د ملي اردو ټول مجاهدین او استخبارات په دې برخه کې ډېر فعال دي."


د طالبانو د ملي دفاع سريرست وزیر داسې مهال دا ډاډ ورکوي چې د روژي په میاشت کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې په چاودنو او نورو امنیتي پېښو کې په سلګونه ملکیانو ته مرګ‌ژوبله واوښته.


په دې میاشت په کابل، مزار شریف او کندز کې جوماتونه، ښوونځي، تکیه‌خانې او مسافر وړونکي موټر په نښه شول، چېرته چې ټول قربانیان یې ملکیان وو.




د دې بریدونو د ډېرو مسوولیت یې داعش ډلې ومانه،هغه ډله چې طالبان وايي، دوی ماته کړې او نور په افغانستان کې د سر را پورته کېدو توان نه‌لري.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *