ازبکستان له افغانستان سره په پوله وسله واله نښته رد کړه
دغه وزارت پرون په یوه بیان کې وویل، چې له افغانستان سره د ازبکستان په پوله کې وضعیت ارام دی او پوله د معمول په شان خوندي ده.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې دغه راز راغلي، په ټولنیزو شبکو کې د افغان سرچینو پر اساس خبرونه خپاره شوي چې ګواکي پرون چهارشنبه د افغانستان – ازبکستان په ګډه پوله کې مرګونې نښته شوې ده خو دا خبرونه هیڅ حقیقت نه لري.