د اى پي ايل غوره لیګ؛ نن شپه ډيلي او حيدراباد سيالي کوي
دا سیالۍ نن د کابل په وخت شپږ نیمې بجي پيلېږي.
دا د روانو سیالیو پنځوسمه سیالي ده.
د دې سیالیو په ۴۹ لوبه کې چې تېره شپه وشوه، بنګلور لوبډلې چېناى لوبډلې ته ماتې ورکړه.
بنګلور لوبډلې اول توپ وهنه وکړه او په ټاکلو شلو اورنو کې يې د اته لوبغاړو په سوزېدو ۱۷۴ منډې هدف وټاکه خو چېناى لوبډلې ونه شول کولای یاد هدف پوره کړې او دغه لوبه يې د ۱۳ منډو په توپير وبایلله.
په دې سره د سږ کال په اي پي ایل سیالیو کې چېناى لوبډلې اومه ماتې هم تجربه کړه.
اوسمهال د دې سیالیو د نومرو په جدول کې ګجرات لوبډله د ۱۶ نومرو په لرلو لومړی، لکهنو لوبډله د ۱۴ نومرو په لرلو سره دوهم، راجستان لوبډله درېیم او بنګلور لوبډله څلورم ځای لري.
خو د تېر کال اتله لوبډلې ممبۍ بیا تر دې دمه په نهه لوبو کې یوازې یوه لوبه ګټلې ده او د نومرو په جدول کې په وروستۍ ځای کې ده.