Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

مفتاح اسماعیل: عمران خان په تاريخ کې تر ټولو زیاته ګراني پرېښې

د پاکستان د خزانې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل وايي چې په تاريخ کې تر ټولو چټکه بجټ خساره د پاکستان تحریک انصاف حکومت په وخت کې وه. 



مفتاح اسماعيل د مې پر ۴مه په کراچۍ کې خبري غونډې ته وویل چې د پاکستان په تاريخ کې تر ټولو لويه ګرانۍ پرېښې ده.


ده وویل، "د عمران خان حکومت په تيرو څلور کالو کې ۲۰ زره اربه روپۍ پور اخیستی چې ۸۰ فيصده بجټ جوړوي."


نوموړي زیاته کړه چې د تحریک انصاف حکومت د پیسو له نړیوال صندوق سره شرطونه منلي چې له مخې یې د ده په وینا، اوس په ملک کې پیټرول او ډیزل دومره ګران دي. 



د خزانې وزير وزیر مفتاح اسماعیل زياته کړې چې حکومت يې سمدستي د بورې، اوړه او د غوړیو نرخونه راټيټ کړي دي.


نوموړي زیاته کړه چې دوی له سعودي عرب څخه خواست کړی دی چې سږ کال د پاکستان په سټيټ بېنک کې اېښودل شوې پيسې بيرته ونه وباسي.



ده وویل، "سعودي عرب زموږ غوښتنې ته ښه ځواب ویلی دی، سعودي عرب دوره کې ډيرې مثبتې خبرې شوي، زه نه غواړم ژر تر ژره کوم اعلان وکړم خو په څو ورځو کې د ای ایم ایف پلاوی هم پاکستان ته راځي، چې بیا به ټولې پرېکړې اعلان شي."



د پاکستان د خزانې وزير مفتاح اسماعيل دا خبرې په داسې حال کې کړې دي چې تيره مياشت د پیسو نړیوال صندوق او نړیوال بانک کلنۍ غونډه په واشنګټن کې وشوه.


په دې غونډه کې د پاکستان د خزانې وزير مفتاح اسماعيل د پیسو نړیوال صندوق له چارواکو سره لیده کاته کړي وو.



بل پلو د تحریک انصاف د تېر حکومت د اطلاعاتو وزير فواد چودري پر ټویټر په خپل يو بيان كې سعودي عرب او اماراتو ته د وزيراعظم شهباز شريف پر ورستي سفر نيوكې كړې دی.


هغه ویلي چې د سعودي عرب او ابوظهبي څخه د پېسو تمه پوره نه شوه. 



په کراچۍ کې شنونکي او د اقتصادي چارو کارپوه راشد خان وايي چې سعودي عرب تېر کال له پاکستان سره مالي مرستې وکړې چې له مخې یې پاکستان کولای شو د تېلو د محصولاتو په برخه کې یو ارب ۲۰ کروړه ډالر د څه وخت لپاره وځنډوي يا یې په قلاره ورکړي او درې اربه ډالر د پاکستان په مرکزي بانک سټيټ بانک کې جمع کړي او د دې له امله روپۍ د ډالر په مقابل کې نوره ټیټه شوې نه ده."



سعودي عرب ته دا پیسې اوس بیرته ورکول وو خو اوسنی حکومت هیله لري چې د سعودي حکومت به سږ کال له سټيټ بانک څخه پیسې ونه وباسي او د تېلو په ورکولو کې به نوره مرسته هم وکړي.




 

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *