پکتيا: د سنوکر پنځه ورځنۍ سيالۍ پای ته ورسېدې
د پکتيا ولایت د سنوکر فدراسیون په خپل فېسبوک پاڼه لیکلي چې په یادو لوبو کې۲۰ لوبغاړو د پنځو ورځو لپاره کډون کړی و.
د فدارسیون په وینا، د ياد ټورنمنټ پای لوبې ته شیر ولي او ګل ولي ووتل چې شیر ولي خپل سیال ته په ماتې ورکولو سره د دې ټورنمنټ اتلولي ترلاسه کړه.
د يادې لوبې غوره لوبغاړو ته د پکتيا ولایت د ورزشي ریاست له خوا ډالۍ هم ورکړل شوې.
ددې لوبو هدف ورزش ته د ځوانانو هڅول ښودل شوي.