په خيبر پښتونخوا کې د سختې ګرمۍ له امله خبردارى ورکړ شوى
د خیبر پښتونخوا حکومت پر خلکو غږ کړی، چې په راتلونکو څو ورځو کې د سختې ګرمۍ اټکل ته په کتو دې له احتیاطه کار واخلي.
د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو څانګې د مې پر شپږمه په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د مې له اتمې نه د صوبې په اړوندو سيمو او جنوبي برخو کې د سختې ګرمۍ اټکل شوی نو ولس دې ځانونه او څاروي له ګرمۍ وساتي.
د اعلامیې له مخې امکان لري، چې د تودوخې درجه له اوه څخه تر نهه درجې زیاته شي.
د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو محکمې یو چارواکي نثار احمد وویل: "صوبايي حکومت ټولو محکمو ته که زراعت ده که صحت، که ریسکیو او که پي ډي ایم اې، کارونه ورته حواله شوي دي چې تاسو خبر اوسي چې د ناوړې پېښې نه ولس او بیا څاروي هم بچ وساتي او زمينداران هم خبر کړي. ګرځندوى محکمې ته هم ویل شوي دي چې د ګرځندویانو د ساتنې لپاره ګامونه پورته کړي."
د موسمونو محکمې یو مشر مشتاق شاه مشال راډیو ته وویل، چې راتلونکو څو ورځو کې به د هېواد په ډېرى سیمو کې موسم وچ او ګرم وي او د باران هم څه امکان نه شته.
ويل کېږي، چې په پېښور کې اوسمهال د تودوخې درجه 37 ده او موسم وچ او ګرم بلل شوى.