Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

خلک: روزګان ته دې د کجکي برېښنا ورکړل شي

د روزګان يو شمېر اوسېدونکي وايي، د کجکي د برېښنا بند له امله د دغه ولايت ډېری ځمکې اوبو لاندې کړي دي، خو دوی ته برېښنا نه ده ورکول شوې.


رحیم الله چې د روزګان ولایت د دهراوود ولسوالۍ اوسیدونکی دی ازادي راډيوته وویل، لسګونه جریبه ځمکه يې د کجکي د بند تر اوبو لاندې کړې خو تر اوسه پوري دولت خساره نه ده ورکړې.


دی وايي، سربېره پر دې چې خساره نه ده ورکول شوې، د کجکي له برېښنا هم بې برخې دي.


نوموړی وايي:"تر ۲۰ ډېر کلونه کېږي چې زما ټوله هستي د کجکي د برېښنا د بند له امله د منځه تللې خو نه يي دولت زیان راکړي او نه يي برېښنا زموږ ولایت او یا هم زموږ ولسوالۍ ته ورکړې، یوازې زما مځکه نه ده چې تر اوبو لاندې شوې، د سلګونه نورو خلګو دا هم لاندې شوې."


د کجکي بند د افغانستان د جنوبي ولایت په کجکي ولسوالۍ کې د هلمند پر سیند جوړ دی چې د روزګان له هراوود ولسوالۍ سره ګډه پوله لري او د اوبو د ذخیرې کاسه يي نيمايي د دهراوود ولسوالۍ په مربوطاتو کې ده خو برېښنا هلمند اوک ندهار ته ورکول شوې ده.


د ارزګان ولایت یو بل اوسیدونکی نور الله چې د کجکي د برېښنا له امله له خپلې سیمې بې ځايه شوی ازادي راډيوته وویل:"زما ټوله مځکه د کجکي د بند له امله تر اوبو لاندې شوې، زه اوس د خپلې سیمې څخه بې ځايه یم او ترینکوټ ښار ته راغلی یم، زه له دولت څخه غوښتنه کوم چې د کجکي د برېښنا زیان موږ ته رسیږي نو باید برېښنا هم راکړي."


د کجکي د برېښنا بند چې اوس مهال د ۵۱ مېګاواټه برېښنا د توليد ظرفیت لري د طالبانو له لوري د روان میلادي کال جنوري میاشتې پر ۱۷ نېټه په خپره کړې اعلامیه راغلي دي چې د کجکي بند د برېښنا تولید برخه کې چارې په چټکۍ سره پر مخ ځي او د نوي کال تر پیله به د دې بند برېښنا تولید وړتیا ۱۵۰ میګاواټه ته لوړه شي.




د روزګان ولایت اوسیدونکي داسي مهال د کجکي د برېښنا غوښتنه کوي چې په دغه ولایت کې هیڅ ډول دولتي برېښنا شتون نلري.


شاولي چې ترینکوټ ښار کې هوټل لري ازادي راډيوته وویل، اوس مهال یو کیلو واټ برېښنا شخصي شرکتونو څخه په شاوخوا ۱۵۰ افغانۍ اخلي.


نوموړی وايي:"زه نه پوهېږم چې دولت او مرکزي ادارې چارواکې زموږ سره د مور او میرې چلند کوي، په کابل او نور ولایتونو کې یو کیلو واټ برېښنا په پنځه افغانۍ ده خو په ارزګان ولایت کې په ۱۵۰ افغانۍ ده، ولې موږ د دې وطن نه یو، موږ د دې خاوري نه یو؟."


هڅه مو وکړه چې په دې اړه د افغانستان د برېښناشرکت د مسولینو سره هم خبرې وکړو خو له پوره پوره هڅو سره بیا هم بریالي نه شولو.


ددغه ولایت اوسیدونکي وايي، که غوښتونو ته يې مثبت ځواب ورنه کړل شي په اعتراضونو به لاس پورې کړي.


روزګان ولایت د افغانستان له ليرې پرتو ولایتونو څخه دی چې د بیا رغاونې کارونه پکې کم ترسره شوي دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *