Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

کارډين: د حجاب په اړه د طالبانو تازه پرېکړه به نړيوالو سره د دوی تعامل نور هم پېچلی کړي

د ښځو د جبري او رسمي حجاب په تړاو د طالبانو په وروستي فرمان باندې یو شمېر لویدیځو ورځپاڼو مقالې لیکلي.


طالبانو د شنبې په ورځ په یوه رسمي فرمان کې چې د دوی د مشر له‌خوا تایید شوی د ښځو لپاره حجاب کول د شرعي او رسمي امر په توګه اعلان کړل.


کارډين ورځپاڼه:


ګارډین ورځپاڼې لیکلي د طالبانو دغه اقدام د بشري حقونو د فعالانو تر ټولو ناوړه وېره تاییدوي او احتمال لري له طالبانو سره چې نړیواله ټولنه وار دمخه پرې بې باوره ده تعامل نور هم پېچلی کړي.


ګارډین د طالبانو د امرباالمعروف او نهی عنی المنکر د سرپرست وزیر خالد حنفي په حواله لیکلي چې موږ غواړو خویندې مو په عزت او په حیا کې و اوسي.


د طالبانو د امر باالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت له‌خوا د حجاب د عملي کېدو طرحه کې راغلي که چېرته یوه ښځه حجاب نه مراعتوي، کور یې باید په نښه او مشر ته یې ته توصیه وشي، خو د حجاب د نه رعایت په دوام، په دویم ځل د کور مشر احضار، په درېیم ځل بیا د درې ورځو لپاره بندي او په څلورم وار محکمې ته پېژندل کېږي، څو رسما سزا ورکړل شي.


ګارډین لیکلي طالبانو د ۱۹۹۶ او ۲۰۰۱ کلونو تر منځ هم په ښځو باندې ورته سخت بندیزونه لګولي وو.


ورځپاڼې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو نه پرانیستل هم د طالبانو له خوا د ښځو د حقونو د محدودولو یوه بله لویه بېلګه یاده کړې.


واشنګټن پُسټ:


واشنګتن پُسټ هم په افغانستان کې د ښځو په جبري حجاب مقاله لیکلې.


د مقالې په یوه برخه کې راغلي چې د جبري حجاب او د نجونو د ښوونځیو د نه پرانیستلو په څېر اقدامات د دې لامل وګرځېدل چې طالبان په رسمیت ونه پېژندل شي او په داسې حال کې له مرستو محرومه شي چې هېواد په یوه تر ټولو سخته بشري ناورین کې ایسار دی.


په مقاله کې دې ټکي ته هم اشاره شوې چې خلک له دې مسلې ډېر ځوریږي چې د طالبانو د مشرانو لوڼې په پاکستان او نورو ځایونو کې ښوونځيو او پوهنتونو ته ځي خو دوی بیا په افغانستان کې ورځ تر بلې نجونې او ښځې محدودوي.


ډېلي مېل


ډېلي مېل ورځپاڼې لیکلي چې طالبانو بېرته برقع/چادري راوړله. په مقاله کې راغلي چې طالبانو افغان مېرمنو ته امر کړی چې سر تر پښو پټې شي او حجاب رعایت کړي.


ورځپاڼې لیکلي د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوند زاده دا فرمان به د شلو میلیونو ښځو له ډلې د ګڼو هغو لپاره یوه کلک ګوزار وي چې تېرو کلونو کې یې د امریکا له ملاتړ برخمن دولت تر سیوري لاندې له ازاد او برابر ژوند خوند وړی.


د ډېلي مېل په مقاله کې راغلي سره له دې چې طالبانو د اساسي ازادیو د رعایت ژمنه کړې وه خو کرار کرار د ښځو په برخه کې خپلو پخوانیو عادتونو ته ورګرځېدلي.


په مقاله کې د طالبانو د تېرې دورې کړنو ته اشاره شوې چې په خبره یې ښځې ډاکترانو ته له ورتګ، زده کړو، کار او ګڼو نورو ازادیو بې برخې وې او ځينې وخت به په دې برخه کې د یو لړ اصولو د نه رعایت په صورت کې سختې مجازات کېدلې.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *