Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

يو شمېر مېرمنې: د ښځو په اړه د طالبانو وروستۍ پرېکړې اندېښمنې کړي دي

د حجاب د جبري عملي کېدو د طرحې په وړاندې په افغانستان کې دننه زیات شمېر مېرمنو غبرګونونه ښودلي دي.


اتلس کلنه طیبه د کورنۍ یواځينۍ نفقه پیدا کوونکې ده وايي پلار يې خیاط او مور يې د دولت کارمنده وه خو پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې يې کار او دنده ختمه شوې او دا اړه شوې چې په یو خصوصي ښوونځي د ښوونکې دنده واخلي.


طیبه وايي د حجاب د جبري مراعت کولو په اړه د طالبانو وروستۍ پرېکړې سخته اندېښمنه کړې ده.


نوموړې وايي:"زه په یو شخصي ښوونځي کې ښوونکې یم، د کور لګښتونه راله غاړې دي، باید کار وکم خو اوس چې طالبانو پرېکړه کړې چې مېرمنې له کورونو ونه وځي او باید حجاب وکړي له زیاتو ستونزو سره مخ شوې یم، ویریږم که له کوره وځم او حجاب مې سم نه وي ښايي طالبان راسره د تېر په څېر بده وضعه وکړي، نو اوس موږ اړ یو چې کورونو کې پاتې شو، خو اندېښنه داده چې د کور لګښتونه څنګه پوره کړو"


د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخندزاده په تازه فرمان کې د طالبانو امربالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت ته دنده سپارل شوې حجاب په جبري ډول پر ټولو افغان ښځو عملي کړي.


یوه بله مېرمن چې نه غواړي نوم يې په دې راپور کې واخیستل شي ازادي راډيو ته وویل چې طالبانو په دې پرېکړې سره ان د دوی فردي ازادي واخیسته.


نوموړي وايي: "زموږ ټول حقوق غصب شوي دي، اوس غواړي زموږ فردي ازادي هم له موږ واخلي، که زه حجاب نه مراعتوم دا زما په کورنۍ پورې څه اړه لري، د حجاب په اړه چې اسلام کوم حکم کړی هغه موږ ته د منلو دی، خو په افراطي ډول د چادرې اغوستل چې د پاکستانیانو دود دی پر موږ تحملیږي، که موږ يې عملي نه کړو زموږ کورنۍ په جنجال اوړي."


د طالبانو له لوري د حجاب د جبري عملي کېدو په طرحه کې راغلي دي چې، که چېرې یوه ښځه حجاب نه مراعتوي، کور یې باید په نښه او مشر ته یې ته توصیه وکړل شي، خو د حجاب د نه مراعت کولو په دوام، په دویم ځل د کور مشر احضار، په درېیم ځل بیا د درې ورځو لپاره بند ته اچول کېږي او په څلورم ځل بیا محکمې ته پېژندل کېږي، څو رسما سزا ورکړي.


د کابل پوهنتون محصله سوسن خالقیار وايي طالبان باید د ښځو د سرکوبولو پر ځای د افغانستان د اقتصادي کړکېچ مخه ونیسي.


نوموړې وايي:"د ښځو د زنداني کولو، وهلو او د دوی د جامو د ډول پر ځای باید د افغانستان داقتصادي ببحران مخه ونیول شي، دوی باید هڅه وکړي چې حکومت يې په رسمیت وپېژندل شي او په هېواد کې پرتې ستونزې حل شي."




د کابل یوه بله اوسېدونکې مېرمن نفسیه چې کومه ځانګړې دنده نه لري وايي د طالبانو وروستۍ پرېکړې مېرمنو ته روحي تکلیفونه پيدا کړي دي.


هغې ويلي دي:"څه وکړو اوس خو يې حجاب پر موږ جبري کړو، ټولو مېرمنو ته سم رواني مشکلات پیدا شوي دي، دوی ان پر موږ خدایي هوا بندوي، زموږ غږ نړیوالې ټولنې ته ورسوئ چې ولې پر موږ دغه ډول وضعیت حاکم دی، دوی باید د خلکو د خوراک پوښتنه وکړي، خلک د شپې په ولږه ویده کیږي، خلک په سودا پسې ځي، مېلمستیاوو ته به ځي اړ دي چې ځانونه وپیچي."


طالبان تازه په دې اړه څه نه وايي خو د دغه طرحې له اعلانېدو وړاندې يې د طالبانو حکومت د کابل په ښار کې د یو شمېر پوسټرونو په لږولو چادري او توره بورقه د حجاب بهتره ډولونه بللي وو چې هغه مهال د طالبانو دا کار له سختو غبرګونونو سره مخ شو.


د طالبانو حکومت په داسې حال کې د حجاب د عملي کېدو طرحه اعلانوي چې لا هم په افغانستان کې د طالبانو له لوري له شپږمو ټولګیو پورته نجونو ته د زده کړو اجازه نه ده ورکول شوې.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *