Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د اوکراين ماريوپول کې نښتې؛ اوکرايني سرتېري لا هم مقاومت کوي

د اوکراین په کلابند شوي ښار ماریوپول کې وروستي دفاع - کوونکي د روسي یرغل کوونکو له سختې خونړۍ مقابلې سره مخامخ دي.


روسي ځواکونه هڅه کوي، د بریا د ورځې په درشل کې چې سبا د مې میاشتې پر نهمه لمانځل کېږي، په اوکراین کې یوه سمبولیکه بریا خپله کړي.


ټاکل شوې د اوکراین ولسمشر نن د اوو لویو صنعتي هېوادونو یا (G7) رهبرانو ته په اوکراین کې د روانې جګړې په اړه بحث وکړي.


د اوکراین په کلابند شوي ښار ماریوپول کې وروستي دفاع - کوونکي د روسي ځواکونو له سختې خونړۍ مقابلې سره مخامخ دي.


د دواړو هېوادونو چارواکي وايي چې د ماریوپول د فولادو له یوې فابریکې د ملکیانو د ایستلو بهیر بشپړ شوی دی، خو هلته د اوکراین د پاتې دېره جنګیالیو برخلیک معلوم نه دی.


ټاکل شوې چې د اوکراین ولسمشر ولادمیر زلینسکي نن یکشنبه د نړۍ د اوو لویو صنعتي هېوادونو د ډلې یا (G7) رهبرانو ته د ویډیو له لارې وینا وکړي.




په دې وینا کې به د روسیې د غیرموجه یرغل په وړاندې د کییف د روانې مبارزې د وروستیو پرمختګونو په اړه بحث وکړي.


وروسته له هغې چې د ماریوپول د ازوفسټال د فولادو له فابریکې ملکيان ولېږدول شول، اوکراین د روسیې شدیدو عملیاتو ته ځان چمتو کوي.


په وروستیو دوو ورځو کې له ازوفسټال فابریکې د ملکیانو د وتلو پروسه چټکه شوې وه، هغه هم داسې مهال چې روسیې پر دغې فابریکې او ستراتیژیک ښار ماریوپول چې اوس تر ډېره په کنډوالو بدل شوی، خپو حملو ته دوام ورکاوه.


ازوفسټال فابریکې، چې وروستیو اوکرایني دفاع کوونکو په کې تر ځمکې لاندې سمڅې او سنګرونه کېندلي، د اوکراین په جګړه کې یو سمبولیک اهمیت خپل کړی دی.


د اوکراین چارواکو پرون شنبه وویل، چې له ازوفسټال ټولې ښځې، ماشومان او پوخ عمره کسان ایستل شوي دي.


تېره اوونۍ اټکل شوی و، چې د فولادو په دې لویه فابریکه کې شا و خوا ۲۰۰ ملکیان او د اوکراین ۲۰۰۰ دفاع کوونکي پټ دي.


د اوکراین د ولسمشر یوه مخکښ سلاکار اولکسي اریستوفیچ پرون ادعا وکړه، چې اوکراین د دغه هېواد په ختیځ کې د جګړې پر ډګر ځینې لاسته راوړنې لري.


راپورونه وايي روسیه غواړي د مې میاشتې د نهمې یا د بریا ورځې په درشل کې په اوکراین کې یوه سمبولیکه لاسته راوړنه ولري.


د مې نهمه په روسیه کې د نازي جرمني د ماتې د ورځې په توګه لمانځل کېږي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *