Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د پکتیا په ډنډ پټان کې ولور څلور سوه زره افغانۍ وټاکل شو

په پکتیا کې د څمکنیو وروسته د ډنډ پټان ولسوالۍ قومي مخورو او اوسېدونکو هم په یوه قومي جرګه کې د ښځو ولور څلور سوه زره افغانۍ وټاکه.


قومي مشرانو او د جرګې ګډونوالو د دې ولسوالۍ له اوسېدونکو وغوښتل، چې د دې ځای د خلکو کمزوري اقتصادي حالت ته په کتو دې، په دې پرېکړه عمل وکړي.


د ډنډ پټان ولسوالۍ د ځاځي اباد کلي اوسېدونکي عقل خان مشال راډيو ته وویل، چارواکي او قومي مخور په دې سره موافق شول، چې د لوړ ولور مخه ونیسي.


دی زیاتوي، له دې مخکې به ځوانانو په بهر کې د ولور د پیسو د ګټلو لپاره کلونه-کلونه مساپري کوله.


د عقل خان په خبره اوس مشران په دې موافق شول، چې د پېغلې ولور به څلور لکه، په بنه ورکول يې څلورنیم لکه او د کونډې ولور دوه لکه افغانۍ وي.


د ډنډ پټان د مټواخ کلي اوسېدونکی حاجي ملنګ وايي، دا پرېکړه د قوم مشرانو او ځايي چارواکو په ګډه وکړه او ټولو سیمو ته يې په دې اړه احوال ولیږه.


دی زیاتوي، دا قومي پرېکړه په سوله شوې ده او ټول ورباندې راضي دي، که چا ورڅخه سرغړونه وکړه مجازات او هم به جریمه کېږي.


د ډنډ پټان ولسوالۍ یو چارواکي ملا احسان الله مصطفی وايي، پرېکړه داسې وشوه، چې د ولور پرته نورې اضافي لګښتونه به نه وي.


هغه وویل: "د ماما او کاکا قباه به نه وي، برخې وروړل به نه وي او اوبه او خواړه به هم نه وي او نور ناوړه رواجونه به هم نه وي، سره او سپين زر به نه وي، ډا ټول په ولور کې دي."




ده دا هم وویل، که چا خپله خور، لور یا لمسۍ له دې نرخه پورته ورکړه، څلور لکه افغانۍ به نجلۍ ته ورکول کېږي، پاتې پیسې به يې د حکومت کېږي او قانوني چلند سره به هم مخامخېږي.


له دې قومي پرېکړې مخکې د کوچني اختر په لومړی ورځ د څمکنیو ولسوالۍ قومي مخورو او اوسېدونکو هم د ولور د کمولو پرېکړه کړې وه.


پوښتنه داده چې په هغه قومي پرېکړه څومره عمل شوی، په اړه يې مدني فعال رحمت الله هېوادمل وايي، چې د دوی د مالوماتو له مخې د پرېکړې وروسته شاوخوا لس ځایه د کوژدن شویو نجونو ولور ۵ لکه افغانۍ ټاکل شوی او په پرېکړه عمل شوی دی.


نوموړي وویل: "په څمکنیو ولسوالۍ کې د ولور د کمولو چې کومه پرېکړه شوې وه، د کوچني اختر وروسته کومې کوژدې چې شوي، څومره مالومات چې موږ لرو، پرېکړه عملي شوې، په هره کوژه باندې پنځه لکه ولور تطبیق شوی، نو بیا هم هیله چې دغه موضوع وڅارل شي، تر څو خلک له دې فرصته ګټه واخلي."


سره له دې چې د څمکنیو وروسته د پکتیا په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د ولور لپاره د یوې اندازې ټاکل او د نورو غیر ضروري رواجونو د مخنیوي لپاره قومي پرېکړه یو ښه پرمختګ ګڼل کېږي، خو مالومه شي، چې ځايي مسوولان او په خپله قومونه د دې پرېکړو په پلي کېدو کې څومره جدي دي؟

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *