Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د امنیتي پېښو زیاتوالی؛ طالبانو د کابل په دروازو کې تلاشۍ پیل کړي

ورسته له هغې، چې په پلازمېنه کابل کې امنیتي پېښې ډېرې او د طالبانو پر حکومت د خلکو د امنیت د نه خوندیتوب په تړاو انتقادونه زیات شول، اوس د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي، په کابل کې د احتمالي امنیتي پېښو د مخنیوي لپاره یې د کابل په دروازو کې جدي تلاشۍ پیل کړې دي.


په کابل کې د امنیتي پېښو د تکرار د مخنیوي په موخه تدابیر.


د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي دوی د کابل په دروازو کې جدي تلاشي پیل کړې ده.


د دې وزارت ویاند عبدالنافع ټکور د پنجشنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "د کابل ښار په ټولو ورودي دروازو کې مجاهدین شپه او ورځ تلاشي کوي، تلاشي د دې لپاره ده، چې کابل ښاریانو ته د احتمالي امنیتي پېښو مخنیوی په وخت سره وشي او د دې کار لپاره مونږ ټول هغه امکانات په کار اچولي، چې په لاس کې لرو."


د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت رسنیزو مسوولینو د چهارشنبې په ورځ ناوخته په دې تړاو په خپل واټسپ ګروپ له رسنیو سره یوه ويډیو هم شریکه کړې، چې د کابل په یو شمېر دروازو کې طالبان د موټرو د پلټنې پر مهال ښيي.


په ویډیو کې ویل شوي، چې د کابل لپاره د طالبانو د امنیه قومنداني اړوندو ځواکونه کابل ته غځېدلو په دیارلسو عمومي او فرعي لارو په څلرویشت ساعته ډول د امنیت په ټینګښت او د موټرو په تلاشي بوخت دي.


مخکې تر دې د تېر لمریز کال په کب میاشت کې د طالبانو حکومت امنیتي بنسټونو کور په کور د تلاشي بهیر هم پیل او بشړ کړ.


خو په کابل کې د روژې میاشتې امنیتي پېښو ظاهراً دا وښوده، چې دې چارې د نا امنیو په کمولو کې چندان مرسته ونه کړه.


اوس ولیدل شي، چې د پلازمېنې دروازو کې د طالبانو تلاشۍ به تر کومه په کابل کې امنیتي پېښې راکمې کړي.


د یادونې ده، چې په تېرې روژې میاشت کې کابل د بېلابېلو خونړیو پېښو شاهد و، چې له امله یې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.




یوازې له اختر یوه ورځ مخکې د کابل په دارلامان سیمه کې په یوه یو جومات برید کې د لږ تر لږ ۵۰ کسانو د وژل کېدو او ۳۰ د تپي کېدو راپورونه ورکړل شولو چې مسوولیت یې هم چا ونه مانه.






په دې میاشت کې په مزار شریف او کندز کې هم چاودنې وشوې، خو تر ټولو ډېر کابل په نښه شو، چېرته چې طالب ځواکونه تر بل هر ځای ډېر او فعال دي.


د یو شمېر دغو چاودنو مسوولیت د داعش دلې خراسان څانګې ومنو، هغه چې طالبان یې د ځپلو ادعا کوي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *