Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

اوکراین کې د روسیې یوه لوژستیکي کښتۍ تخریب شوې

راپورونه وايي اوکراین کې د روسي پوځيانو د پرمختګ مخه نيول شوې او ظاهراً يې کې نور زیانونه هم لیدلي دي.  


د بریتانیا دفاع وزارت نن جمعه ویلي، د اوکراین پوځیانو په دونباس کې د روسي ځواکونو د مخکې تګ د هڅو مخنیوی کړی دی.  


ځینې دفاعي چارواکي وايي، په وروستیو ورځو کې د زمییني یا مار ټاپو په شا و خوا کې تازه شوې جګړه ښايي د تور سمندرګي پر لویدیځ ساحل د ولکې د ټینګولو لپاره په یوه مبارزه بدله شوې وي.  


دغه وزارت وايي په انځورونو کې ښکاري چې روسیې د سیويرو دونیڅک په غرب کې له سیویرسکي دونڅ سیند څخه د اوښتو د هڅې پر مهال زغروال پوځي تجهیزات او هغه وسایل له لاسه ورکړي، چې پوځي وسایطو ته د پله په څېر ساحل ته د اوښتو لار برابروي. 


د بریتانیا دفاع وزارت وايي، روسي ځواکونه نه دي توانېدلي چې په سیمه کې کوم پرمختګ ولري.  


په راپور کې ویل شوي، روسي قوماندانان د خپلو مشرانو له فشارونو سره مخامخ دي او د جګړې په میدان کې اوس خطرناکې ستراتیژۍ پلې کوي. 


په همدې حال کې اوکراین ویلي، چې د تور سمندرګي یوې ستراتیژیکې ټاپو ته څېرمه یې د روسیې د سمندري ځواکونو یوه لوژستیکي کښتۍ تخریب کړې ده.  


د یوکرینفورم په نوم د اوکراین یوه خبري اژانس، د اوکراین د اودیسه د محلي پوځي ادارې د ویاند سرهي براچوک خبرې را اخیستي چې په ټلیګرام کې یې ویلي دي: د روسیې دغې کښتۍ اور اخیستی دی.  


د اوکراین یوکرینفورم خبري اژانس راپور ورکړی چې روسیې، مار یا زمییني ټاپو ته څېرمه د وسي ولود بوبروف (Vsevolod Bobrov) په نوم دغه کښتۍ د حملې په نتیجه کې له لاسه ورکړه.  


رویټرز خبري اژانس لیکي، چې سم د لاسه دغه جزییات نه شي تاییدولی، بلخوا د روسیې دفاع وزارت هم په دې اړه د دوی له غوښتنې سره- سره تبصره نه ده کړې. 


د فلیټ مون په نوم هغه ویبسایټ چې د سمندرګیو اړوند خبرونه تعقیبوي وايي د روسیې دغه کښتۍ ټرانسپورټي او ۹۵ متره اوږده ده.  


په اوکراین کې د روسیې د غیرموجه جګړې پر مهال چې ۱۱ اوونۍ یې پوره شوي، روسي ځواکونه د بېوسلې ملکیانو د وژنې، شکنجې او جنسي تېري په ګډون په جنګي جنایتونو تورن شوي دي.  


د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د پنج شنبې په ورځ په غوڅ اکثریت یو پرېکړه لیک تصویب کړ، چې د روسي پوځیانو د جنایتونو په اړه لګېدلي تورونه وڅېړي.


ویل شوي دغه جنایتونه د اوکراین په هغو سیمو کې شوي چې په موقت ډول د روسیې په کنټرول کې وې.  

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *