Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

اقتصادي کړکېچ؛ یو شمېر افغانان: ورځ تر بلې مو اقتصادي ستونزې زیاتېږي

یو شمېر ولسي افغانان وايي، ورځ تر بلې يې اقتصادي ستونزې زیاتېږي.


د کابل ښار اوسېدونکی صبور وایي، پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو مخکې د یوې دولتي ادارې مامور و او د یوې اندازې تنخوا په لرلو یې ځان او خپلې کورنۍ ته ښه ژوند برابر کړی و خو اوس بې کاره دی او له شدیدو اقتصادي ستونزو کړېږي.


هغه وویل: "يه تېر حکومت کې یو څه اسانتیاوې وې، پیسې وي کار او بار مې درلود، اوس نه کار شته نه پیسې، یو موټر مې درلود هغې مې خرڅ کړ اوس هېڅ نه لرم."


یو شمېر نور افغانان هم له ورته وضعیته شکایت کوي.


حمید هم په پلازمېنه کابل کې ژوند کوي.


دی چې د یوې خصوصي موسسې کارکوونکی دی وایي، که څه هم په میاشت کې ۸ زره افغانۍ تنخوا لري خو پر وخت نه ور رسېږي چې له امله یې خپلې اوه کسیزې کورنۍ ته د یو وخت پوره خواړه نه شي برابرولی.


هغه زیاتوي: "تنخوا مې شته خو په خپل وخت نه رارسېږي، نور کار اوبار هم نه شته حیران یم چې څه وکړو، هېڅ هم نه لرو."


وروسته له هغې چې طالبان پر افغانستان واکمن شول د نړیوالو مرستندویه هېوادونو بندیزونه او د امریکا له لوري د دغه هېواد د شتمنیو کنګل کېدل د دې لامل شول چې اقتصادي کړکېچ رامنځته شي.


خو په ورستیو میاشتو کې یو شمېر هېوادونو افغانستان سره د مرستو ټټر وواهه او ویې ویل، چې دا مرستې به د موسساتو له لارې په مستقمه توګه تر اړمنو خلکو رسوي -هغه څه چې یو شمېر اړمن کسان یې د نه رسېدو او غیر عادلانه توب ادعا کوي.


د کندوز ولایت د چهاردرې ولسوالۍ اوسېدونکی داوود شاه وایي، که څه هم مرستو ته اړتیا لري خو تر اوسه یې نه دي ترلاسه کړي.


هغه وايي: "مرستې پیل شوي خو تر موږ نه دي رسېدلي، د مرستو وېش عادلانه نه دی ځکه اصلي اړمن کس ياتې وي او څوک یې چې لري او لږ پېژندګلوي ولري هغه یې ترلاسه کوي."


که څه هم تازه طالبانو په دې اړه څه ونه ویل خو له دې وړاندې يې د دغه مرستو د شفافیت ډاډ ورکړی دی.


د طالبانو حکومت دغه شان ویلي هڅه کوي، چې په افغانستان کې بې کاره وګړو ته کاري زمینې رامنځته کړي.


دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان په ګډون اروپایي اتحادیې او د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو چارواکو او د سازمانونو استازو همدارنګه یو شمېر کورنیو او بهرنیو رسنیو د افغانستان د بد اقتصادي وضعیت په اړه راپورونه خپاره کړې دي.




وړاندې ملګرو ملتونو په یو راپور کې ویلي و، چې په افغانستان کې اتلس میلیونه انسانان لومړنیو خوراکي توکو ته لاس رسی نه لري او د ۲۰۲۲ میلادي کال تر پایه به ۹۷ سلنه افغانان د بې وزلې ټیټې کچې ته ورسېږي.


دغه شان د نړیوال بانک په خپور شوي راپور کې بیا افغانستان وار له مخه د نړۍ شپږم بې وزله هېواد بلل شوی دی.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *