Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د ۱۵ هېوادونو اعلامیه: د افغان ښځو په اړه د طالبانو وروستۍ پرېکړې نه منو

د امریکا، بریتانیا، جرمني او کاناډا په ګډون د نړۍ ۱۵ هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې په افغانستان کې د ښځو د حقونو د محدودیتونو په اړه اندېښنه ښودلې.


د افغان ښځو او نجونو د بشري حقونو د محدودیتونو د زیاتوالي په اړه، د ۱۵ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ګډه اعلامیه!


دې اعلامیه کې ورځ تر بلې په افغانستان کې د ښځو د حقونو په اړه د محدویتونو په زیاتېدو ژور خفګان ښودل شوې او زیاتوي، نړیواله ټولنې ته د افغان ښځو په اړه د طالبانو وروستۍ پرېکړې د منلو نه‌دي.


اعلامیه کې راغلي، طالبانو نور داسې اقدامات هم کړي چې د ښځو او نجونو بشري حقونه محدودوي.




د اعلامیه د امریکا، بریتانیا، جرمني، اسټرالیا، کاناډا، ډنمارک، فنلنډ، ایټالیا، جاپان، کوریا، نیدرلنډ، نیوزیلانډ، ناروې، هسپانیې او د سویډن د بهرنیو چارو وزیرانو له‌خوا په مشترک ډول خپره شوې ده.


په اعلامیه کې ټینګار شوی، چې د طالبانو هغه پرېکړه چې ښځې او نجونې باید په عامه ځایونو کې مخونه پټ کړي او یوازې د اړتیا په صورت کې له کوره ووځي، د دوی نړیوال بشري حقونه محدودوي.


اعلامیه کې پر دې هم خواشیني ښودل شوې چې د دې محدودیتونو د نه عملي کېدو له امله د کورنۍ غړو ته سزا هم ورکول کېږي.


د نړۍ دا ۱۵ هېوادونه پر طالبانو غږ کوي چې په خپلو پرېکړو له سره غور وکړي او اجازه ورکړي، چې ښځې او نجونې خپل حق په خپله انتخاب کړي، زده‌کړه وکړي، کار وکړي او په ټولنه کې مساوي برخه واخلي.


د افغان ښځو د حقونو په ننګه خپره شوې دې اعلامیه کې لیکل شوي، افغان مېرمنې او نجونې د خپل هېواد په جوړولو کې ډېره ونډه لري او د افغانستان د راتلونکي لپاره د سولې، ثبات او اقتصادي پرمختګ ترلاسه کول، د دوی مساوي ګډون ته اړتیا لري.






په دې اعلامیه کې له طالبانو غوښتل شوي چې د ښځو او نجونو د کار او زده‌کړو حق ته درناوی وکړي او د ښوونځیو په پرانستلو سره خپلې ژمنې عملي کړي.


طالبانو د دې اعلامیې په اړه غبرګون و نه ښود، خو له دې وړاندې یې ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو سره خبرو کې دا د افغانستان کورنۍ موضوع بللې وه او له نړیوالې ټولنې یې په کې د نه لاس‌وهنې غوښتنه کړې وه.




په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې نن سهار په خپله ټویټرپاڼه لیکلي: "په افغانستان کې تر هغه تل‌پاتې سوله او ثبات نه‌شي راتلای چې ښځې د خپل هېاد په چارو کې له مساوي ګډون را ګرځول شوي وي."


وروسته تر دې چې طالبان په افغانستان دویم ځلې واکمن شول، د خپلو ژمنو بر خلاف یې پر ښځو او نجونو محدودیتونه ورځ تر بلې ډېرېږي، هغه چې د دوی نړیوال مشروعیت یې هم تر پوښتنې او ځنډ سره مخ کړی دی.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *