Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

په غزني کې سانګې وهونکي د مرستې غوښتنه کوي

په غزني کې د دغه ولایت د مرکز او درېیو ولسوالیو د سانګې وهونکو ترمنځ د یوې ورځې سیالي ترسره شوه چې لسګونه تنو سانګه وهونکو او سلګونه تنه نندارچیانو په کې ګډون کړی وو.


د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې د کابل ـ کندهار لویې لارې ته څېرمه، په کرو سای سیمه کې په خاورو او دوړو کې په سوونو کسان ولاړ دي.


د آسونو د پښو خاورې یې پر مخونو پرتې او لا هم ور دوړېږي.


خلک د سانګې وهلو ننداره ته راغلي دي.


د جعمې په ورځ په دغه ځای کې د غزني مرکز، مقر، اندړو او قره باغ ولسوالیو لسګونه تنه سپاره راټول شوي وو او سانګه یې وهله چې له لرې لرې سیمو څخه راغلو ننداچیانو یې ننداره کوله.


د قره باغ ولسوالۍ میرخان کلي ملنګ له دغه سانګې وهونکو څخه یو دی.


نوموړی وايي، دغه یوه دوستانه سیالي وه چې لسګونه تنه سانګه وهونکو په کې ګډون کړی وو.


نوموړی وايي: "اوس چې په دغه ځای کې جګړې پای ته رسېدلي نو تمه لري چې دغه لوبې به دوام ومومي."




دا په داسې حال کې ده، چې ډېری کسان په افغانستان په ځانګړې توګه غزني کې د سانګې لوبه یوه پخوانۍ او تاریخي لوبه یادوي.


دوی وايي، د دغه لوبې مخینه سوونو پېړیو ته رسېږي.


د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکی محمد انور شیلګر وال وايي: "د کورنیو لوبو په ځانګړې توګه د سانګې وهنې د غوړېدا لپاره دي کار وشي."


د دغه لوبې لوبغاړي شکایت کوي، چې په تېرو شلو کالو کې سانګو ته هېڅ پاملرنه نه ده شوې.


دغه لوبغاړي غوښتنه لري، چې معیاري میدانونه او د سانګې وهنې طرزالعمل دې جوړ شي څو دغه لوبه نوره هم وغوړېږي.


د دوی په باور په افغانستان کې خپلو کورنیو لوبو ته نه، بلکې پردیو او له نورو هېوادونو راغلو لوبو ته کار کېږي.


زېړګل د قره باغ ولسوالۍ اوسېدونکی دی.




نوموړی وايي: "وړاندې مو هم د اسونو د ساتنې او روزنې، د هغوی د غذا، تر یوې اندازې د معیاري میدانونو او د داسې نورې همکارۍ غوښتنه کړې ده، خو چا مو غږ نه وو اورېدلی."


دغه سانګې وهونکي په دې باور دي چې په دغه سیمه کې د پخوا په پرتله د سانګې سپاره او سانګې وهونکي زیات شوي دي.


شاوخوا شپېته کلن عبدالاحد د اندړو ولسوالۍ له غوټانو کلي څخه دغه سانګو ته راغلی دی.


نوموړی وايي: "پخوا به یوه ولسوالۍ کې پنځل شل اسونه وو، اوس د دغه اسونو شمېر تر سلو پورې رسېږي."


د سانګو دغه نندارې ته د غزني او میدان وردګو ولایتونو د والیانو ترڅنګ له کابل څخه د اولمپیک کمېټې ځینې چارواکي هم راغلي وو.


د افغانستان د اولمپيک د ملي کمېټې، د بدني روزنې لوی ریاست د دفتر رييس محمد الله احساس په دغه ځای کې ازادۍ راډیو ته وویل، د دغه ورزش کارانو غوښتنه پر ځای ده.


نوموړی وايي: "موږ په تېرو دوو میاشتو کې په ټول افغانستان کې د څلور پنځوس فدارسیونونو دوه څلوېشت لوبې، رونیز سیمینارونه او نندارتونونه درلودل، نو هڅه کوو چې د سانګو وهونکو ستونزې هوارې کړو."


نوموړی وايي: "تر څومره چې اولمپیک ملي کمېټې او د بدني روزنې ریاست سره اسانتیاوې او امکانات وي، هغه یې د ټولو ورزش کارانو په اختیار کې ورکړي دي."


غزني د افغانستان له هغه ولایتونو څخه یو دی چې دلته په کې له سوونو کلونو څخه سانګې وهل رواج لري خو د سانګې د اسونو د مستولو او خلکو د خوشحالولو په موخه د سانګو پر وخت غبرګ ډوله وهل کېدل.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *