يو شمېر صنعتکاران خپلو توليداتو ته بازار غواړي
د فابریکو خاوندانو وویل، که یې تولیداتو ته بازارموندنه و نه شي، دوی تاوان کوي او فابریکې به یې سقوط شي.
د مسولانو په وینا، د ارغندۍ په پارک کې ۸۵ فابریکې له اساسي معیارونو سره په ۳۰۰ جریبه ځمکه کې فعالیت کوي چې په هره فابریکه کې له ۵۰۰ تر ۷۰۰ زره امریکايي ډالرو پانګونه شوې ده.
په خبرپاڼه کې ویل شوې چې د سوداګرۍ او صنعت وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د ارغندې صنعتي پارک د فابریکو له مسولانو سره ژمنه کړې چې ستونزې به یې حل کړي او په هغو برخو چې دوی تولیدات کوي، هڅه به وکړي چې واردات را کم کړي.