Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د افغان سیاستوالو د بېرته ستنولو کمېسیون پر چارو نیوکې زیاتې شوي

د طالبانو د حکومت له‌خوا د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي په سفر د بندیز له راپورونو ورسته، د هغه کمېسیون په چارو هم نیوکې را پورته شوي چې هېواد ته د سیاسیونو د بېرته ستنولو لپاره جوړ شوی.


ورسته له هغې چې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ته نږدي سرچینو ځینو رسنیو سره په خبرو کې ومنله، چې طالبانو د شنبې په ورځ ښاغلي کرزي ته اجازه ور نه کړه چې له افغانستان ووځي.


اوس یو شمېر له افغانستانه وتلي سیاستوال او پخواني ډیپلوماټان وايي، طالبانو د ښاغلي کرزي د سفر په مخنیوي سره وښوده چې په افغانستان کې روان بحران ته د یوې سیاسي حللارې د پیدا کېدو اراده نه‌لري.


ښاغلي کرزي د متحده‌ عربي اماراتو د پخواني مشر د فاتحې او د نوي مشر د ټاکل کېدو په مراسمو کې ګډون کاوه.




پخوانی ډیپلوماټ عزیز معارج چې په بروکسل کې د افغانستان د ستونزو د حل په تړاو جوړېدونکي کنفرانس کې یې ګډون کړی له همدې کنفرانسه ازادي راډیو ته وویل، اوس د طالبانو د تماس کمېسیون چارې چې له افغانستانه د وتلو سیاسیونو د بېرته ستنولو لپاره جوړ شوی هم تر پوښتنې لاندې راغلې.


هغه وویل: "د طالبانو حکومت موقت دی. د خلکو او اساسي قانون پر بنسټ مشروعیت هم‌ نه‌لري. زه فکر کوم هغه کسان چې له افغانستانه د باندې دي، اوس فکر کوي چې یوه نړیوال تضمین و نه‌لري، نه غواړي افغانستان ته ستانه شي او خپل ژوند په خطر کې واچوي."


په ورته وخت کې په ناروې کې د افغانستان پخوانۍ سفیره شکریه بارکزۍ د طالبانو ځینې چارې د دوی ترمنځ د خپل‌منځي اختلاف پایله ویني.


بارکزۍ وايي: "سربېره پر دې چې دوی نه توانېږي، چې خپله ستراتېژي واحده کړي، موږه وینوو چې د دوی په خبرو او کړنو کې ستر تفاوت دی. د سیاسیونو د بېرته ستنولو خبره هم د همدې تفاوتونو یوه برخه ده. له یوې خوا دوی سیاسیون نه پرېږدي چې افغانستان ته ازاد تګ راتګ وکړي، له بلې خوا ورته بلنه ورکوي چې راشئ او د افغانستان په سیاست کې برخه واخلئ."




اغلې بارکزۍ وايي، که له بهره یو شمېر افغان سیاسیون بېرته افغانستان ته ستانه هم شي، هغه کسان به وي، چې د دې په خبره، د سقوط په برخه کې یې طالبانو سره مرسته کړې وه.


د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه د ازادي راډیو د پوښتنې ځواب ورنه کړ.




طالبانو موده وړاندې اعلان وکړ چې د شهاب‌الدین دلاور په مشرۍ یې د تماس په نوم یو کمېسیون ټاکلی، څو هغه سیاسیونو ته بېرته افغانستان ته د ستنولو بلنه ورکړي چې وروستي تحول کې له وطنه وتلي دي.


د یادونې ده، چې له دې وړاندې ښاغلي کرزي خپله هم منلې وه چې طالبانو یې بهر ته د سفر مخنیوی کړی.


خو درې اوونۍ وړاندې د مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله بیا له افغانستانه هند ته ولاړ، چې لا بېرته کابل ته نه‌دی ستون شوی.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *