Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د کابل ځینې اوسېدونکي: د برېښنا پارچاوۍ د ژوندانه ستونزې زیاتې کړي

د کابل ښار ځینې اوسېدونکې وايي، په تېرو دوو اونیو کې د برېښنا پارچاوۍ زیاته شوې او د طالبانو له حکومت غواړي چې د دې ستونزې د هوارۍ لپاره اقدام وکړي.


په کابل کې د هوا په ګرمېدو سره د برېښنا نشتون خلک اندېښمن کړي.


دوي وايي، سره له دې چې د نړول شویو ستنو څخه دوه اونۍ تېرېږي خو بیا هم د طالبانو حکومت په دې نه دی توانېدلی چې د کابل برېښنا عادي حالت ته راوګرځوي.


د کابل ښار اوسېدونکی سیف الله وویل: "له هغې وروسته چې د برېښنا ستنې په سالنګ کې ونړول شوې موږ منظمه برېښنا نه لرو، د ورځې لخوا خو بیخي برق نه وي خو د شپې لخوا یوازې د څو ساعتونو لپاره راځي چې هغه هم کافي نه دی."


د کابل ښار بل اوسېدونکی محمد منصور هم له ورته وضعیته شکایت کوي او د طالبانو له حکومت غواړي چې ددې ستونزې د حل لپاره یوه لاره پیدا کړي.


هغه ویل: "هوا ګرمه شوې ده او موږ د خوړو ساتلو لپاره یخچال، د کور د یخولو لپاره کولر او پکي ته اړتیا لرو خو برق نه شته، موږ له زیاتو ستونزو سره مخ یو، موږ د طالبانو له حکومت غواړو چې دغې ستونزې ته رسیدنه وکړي."


لکه څرنګه چې د ډېری لوړ پوړو ودانیو او استوګنیزو ښارګوټو د اوبو رسولو سیستم برېښنايي دی، د برېښنا په نه شتون کې د دغو ودانیو او ښارګوټو اوسېدونکي د اوبو له کمښت سره هم مخ کېږي.


دا په داسې حال کې ده، چېد برېښنا شرکت په خبره له دوه اونیو له زیاتې مودې راهیسې د پروان ولایت د جنوبي سالنګ په تاغمه سیمه کې د وارداتي برېښنا دوه پایې د روښنایۍ د دښمنانو له خوا ونړول شوې چې له امله یې د کابل په ګډون د یولسو ولایتونو اوسېدونکي له برېښنا بې برخې شول.




مخکې تر دې د برېښنا شرکت ویاند ویلي و، د برېښنا د نړول شویو ستنو د رغولو کار به دوه اوونۍ وخت ونیسي.


وموغوښتل په دې اړه د مسوولینو تازه څرګندونې هم په دې راپور کې راواخیستل شي خو د برېښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي وویل، په دې اړه د مسوولینو هدایت ته په تمه دی او بیا یې د ازادي راډیو پوښتنه ځواب نه کړه.


مخکې تر دې په جمهوري نظام کې هم د برېښنا لسګونه ستنې په ځانګړي ډول په سالنګونو کې نړول شوې وې، چې پلازمېنه کابل او بیلابیل ولایتونه یې له امله په شپو، شپو تیاره وه.


د برېښنا ستنو د ړونګولو موضوع تل د افغانستان د اوسېدونکو له انتقادونو سره مخ وه او د وخت حکومتونه یې د امنیت په برخه کې ناتوانه بولي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *