Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

قلم لار بنسټ د کندهار په يو شمېر سيمو کې ګرځنده ښوونځي فعال کړي

د قلم لار بنسټ په زرنج موټرسایکلونو کې د ګرځندویه ښوونځي او کتابتون له لارې د کندهار په لېرې پرتو سیمو کې هغو زده‌کوونکو ته چې له زده‌کړو محروم دي، د زده‌کړې زمینه برابره کړې ده.


داسې مهال چې طالبانو لا هم له شپږم ټولګي پورته نجونو ته ښوونځیو ته د تلو اجازه نه‌ده ورکړې، د قلم لار په نوم یو ښوونیز بنسټ، له نهم ټولګي پورته د تعلیمي نصاب کتابونه یوه ګرځندویه ښوونځي او کتابتون کې چمتو کړي او د کندهار له یوې لېرې پرتې سیمې زده‌کوونکو ته په زده‌کړو ورکولو پیل کړی.


د دې بنسټ مسوول مطیع‌الله ویسا ازادي راډیو ته وویل، دا ګرځنده ښوونځی او کتابتون په یوه زرنج موټرسایکل کې برابر شوی او د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې یې ازمایښتي فعالیت پیل کړی دی.




د ښاغلي ویسا په خبره، دا چاره یې د طالبانو د کندهار ولایت د پوهنې ریاست سره په همغږۍ کړې او د هېواد نورو برخو ته به یې هم وغځوي.


نوموړي ويلي: "دا یو ګرځنده ښوونځی او کتابتون دی چې په یو زرنج موټر سایکل کې ځای پر ځای شوی دی. د زرنج یوه لوري ته کتابتون دی او بل لوري ته ټلویزیون، مایکروفون، د ښوونځي زنګ، د ماشومانو ادبیات او ښوونیز نصاب دی."


مطیع‌الله ویسا د دې کار موخه، د هغو سیمو د ماشومانو لپاره د زده‌کړې د زمینې برابرول ښيي چې په خبره یې، چېرته چې ښوونکي نه‌شته.


هغه تصویرونه چې قلم لار بنسټ ازادي راډیو ته رالېږلي په کې لیدل کېږي چې یو شمېر نجونې او هلکان د دې ګرځندویه ښوونځي او کتابتون څخه د زده‌کړې لپاره ناست دي او زده‌کړه کوي.




ښاغلی ویسا زیاتوي، انلاین زده‌کړه او کورني ټولګي د هغو نجونو لپاره په پام کې نیول شوي چې ښوونځیو ته د تلو اجازه نه‌لري.


د دې بنسټ د مسوولانو په خبره، د دې سیار ښوونځي او کتابتون له لارې به د زده‌کړو بهیر سهار او مازدیګر روان وي.


قلم لار بنسټ اوس‌مهال له ۲۰ تر ۳۰ ښوونکي ګمارلي، څو زده‌کوونکو ته د زده‌کړو زمینه برابره کړي او هڅه کوي چې د نجونو او هلکانو ترمنځ د مطالعې فرهنګ هم دود کړي.


دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د فرشته کریم په نوم یوې ښځې په ۲۰۱۸ کال کې یوه ګرځندویه کتابتون چې چهارمغز نومېده او په یوه بس کې فعال و، جوړ کړی و.


دې کتابتون هم نږدې ۶۰ ښځینه کارکوونکې لرلې، خو د وروستیو بدلونونو له امله د تېر کال په لیندۍ میاشت کې یې چارې بندې شوې.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *