Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د موسی خيلو او شيراني په ځنګل کې لګيدلي اور د چنغوزو په زرګونو ونې سوځولي

د بلوچستان چارواکي وايي د موسی خیل او شیراني په منځ کې د شين غره په ځنګلونو کې له پينځوو ورځو راهیسې لګيدلي اور د مړ کولو لپاره بيړنۍ مرستې ته اړتيا لري.  

اکثره ونې د چنغوزو دي چې د موسی خېلو او شيراني د خلکو اقتصاد ورسره تړلی دی. د اور وژنې پر چارو بوخت، د ځنګلونو د ځایي افسر عتیق خان د مې په ۱۷مه مشال راډيو ته وويل چې دوی خپل کوښښ کوي خو چې ترڅو د حکومت له لوري په بيړني ډول هيلي کاپټر ورونه ليږل شي تر هغه ښايي اور ژر مړ نه شي. 




نوموړي وويل: "موږ غره ته ختلي یو او ځایي خلک هم د خپلې وسې پورې له موږ سره په اوور وژنه کې مرسته کوي. ځايی خلک له ۲۰ څخه تر ۲۵ پورې دي. د ځنګلونو د ساتنې ادارې کارکوونکې غړي هم ۱۸ یا ۲۰ غړي دي. موږ نورې مرستې ته اړتيا لرو. په ژوب کې تر ۳۵۰ پورې ليویز سرتيري شته دی. هغه دې راوليږي. بله خبره دا ده چې موږ سره هغه کيميکل نشته چې اور پرې ژر مړ کيږي. نو دغه دوا او هيلي کاپټر بايد راوليږل شي."


تر اوسه معلومه نه ده چې د اور لګېدو وجه څه ده؟ د صوبايي حکومت چارواکي وايي کوښښ کوي چې د بېلابېلو ادارو په هم اهنګولو سره ژر تر ژره د اور وژنې چاره ترسره او پاتې ونې له سوځيدلو وساتي.




د ځنګلونو د ساتنې د چارو سیکريټري، دوستین جمالدیني د مې په ۱۷مه مشال راډيو ته وويل چې د قدرتي افتونو دنظم له ادارې یې غوښتنه کړې ده چې هيلي کاپټر او نورو ضروري مواد دې برابر کړي. "خط مو ورته ليکلی دی. دوی کولی شي د خيبر پښتونخوا له ګومل څخه په هيلي کاپټرونو کې اوبه پورته او پر دې ځنګل وپاشي چې اور یې مړ شي."


په دې ځنګل کې د چنغوزو ونې دي چې د ځايي خلکو اقتصاد پرې روان دی. ځايي خلکو مشال راډيو ته ويلي چې که حکومت ژر اور مړ نه کړي نو دوی به هغه ګټه تر لاسه نه شې کړای چې هر کال یې د خپلې برخې له چنغوزو ترلاسه کوي. 


د ځنګلونو ساتونکي جمعه خان د می په ۱۷ مه نیټه ومشال راډیو ته وویل چی داور څه د ځنګل لویه برخه سوځېدلې او پاتې هم ښايي زر ختمه شي. هغه زیاته کړه چې د اور د ډېرې تباهۍ وجه په ځنګل کې وچې ونې دي چې له ډېرې مودې راهیسې د وچکالۍ له امله شنې نه دې پاتې. هغه زیاته کړه چې حکومت بايد دا اور مړ او په ټوله کې د ځنګلونو ساتلو ته پاملرنه وکړي. 


د بلوچستان وزيراعلی عبدالقدوس بزینجو رسنيو ته په يو ليږلي بيان کې ويلي چې حکومت به يې په شين غره کې د لګيدلي اور د مړ کولو لپاره هر ګام پورته کړي. 




 

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *