Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د امريکا پرلپسې اندېښنې: افغانستان کې د داعش فعاليت زموږ ګټې ګواښلی شي

د امریکا د دفاع وزارت چارواکي ټینګار کوي چې په افغانستان کې د داعش یا اسلامي دولت نومې وسله والې ډلې وړتیا په دې کچه ده چې کولای شي د دوی ګټې وګواښي.


د دغه وزارت ویاند جان کربي د پنجشنبې شپه د مې په ۱۹مه نېټه په یوه خبري ناسته کې د یوې افغانې خبریالې د پوښتنې په ځواب کې وویل: "زموږ دریځ ښکاره او ثابت دی چې نه غواړو په افغانستان کې د داعش - په ځانګړې توګه د داعش خراسان څانګې بېرته حضور وګورو. دوی لا د مخه شتون لري، مګر زما مطلب دا دی، تاسو پوهېږئ، د دوی په وړتیاوو کې داسې وده لیدل کېږي چې زموږ ګټې به وګواښي، او موږ چې څومره کولی شو دوی به له نږدې څارو."


دی وايي امریکا به د افغانستان له لوري د دوی پر وړاندې بل ګواښ ونه مني او له همدې امله د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پر وړتیاوو کار کوي.


هغه زیاته کړه: "هغه څه چې موږ یې نه شو منلی هغه زموږ د هېواد لپاره یو بل ګواښ دی چې له افغانستان څخه راپورته کیږي او له همدې امله موږ به د دې ډاډ ترلاسه کولو باندې متمرکز پاتې شو چې موږ دې سره د مقابلې لپاره له لرې هم د مبارزې وړتیا لرو."


ښاغلي کربي دا هم وویل چې دوی د داعش ډلې د څارولو لپاره د وړتیاوو د زیاتېدو په تړاو له خپلو سیمه ییزو ملګرو سره خبرې کوي.




هڅه مو وکړه د دغه امریکایي چارواکي د ادعاوو او اندېښنو په اړه د طالبانو د حکومت نظر ولرو خو د راپور تر خپرېدو مو ځواب تر لاسه نه کړ.


خو وړاندې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو سره خبرو کې ویلي وو دوی داعش ډله ځپلې او ډاډ یې ورکړی وو چې د افغانستان له خاورې به د هېڅ هېواد پر ضد استفاده ونه شي، هغه څه چې د امریکا او طالبانو تر منځ د دوحې د تړون یوه برخه هم ده.


دا په داسې حال کې ده چې د روانې مې میاشتې په ۱۷ پنټاګون د دفاعي معلوماتو په یوه برخه کې په افغانستان کې د داعش او القاعدې د فعالیتونو په اړه اندېښنې ښودل شوې وې او ویل شوي وه چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو په وتلو او د ترهګرۍ ضد عملیاتو په کمېدو سره، داعش په دغه هېواد کې خپل حضور او بریدونه زیات کړي دي.




د امریکایي چارواکو په خبره،که د داعش خراسان څانګه له اوسني وضعیت ګټه پورته کړي، نو په راتلونکو ۱۲-۸ میاشتو کې به د امریکا په ګډون د لوېدیځ په نښه کولو لپاره د بهرني عملیات ترسره کولو توانایې ولري.


دا په داسې حال کې ده چې داعش په دې وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې د یو شمېر وژونکو بریدونو مسوولیت په غاړه اخیستی، چې په ترڅ کې یې لسګونه ملکیان وژل شوي او ټپیان شوي، چې ډېری یې شیعه ګان دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *