Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د يوې څېړنې پايلې: د چرسو او تنباکو ګډ استعمال د رواني ناروغيو سبب کېږي

دا څېړنه چې د چرسو پر معتادانو تر سره شوې ښيي چې، په پرله پسې ډول د چرسو استعمال د دماغي فشار، د حافظې د کمزورۍ او د ورځنيو کارونو په اجرا کولو کې د ګډوډۍ سبب کېږي.


جبار څلور کاله مخکې له خپلو انډيوالانو سره د شپې په بانډارونو کې د برخې اخيستلو په وجه په چرسو اخته شو.


دی چې د حافظې د کمزورۍ تر څنګ د ورځينو کارونو په اجرا کولو کې د ستونزو له امله هم ځورېږي، له يوې اوونۍ راهيسې د معتادانو د درملنې په يوه روغتیايي مرکز کې بستري دی.


جبار وايي، د ده د چرسو نشه د دې سبب شوه چې وروسته چرس او تنباکو ګډ استعمال کړي.


نوموړی وايي: "د پنځوسو روپيو به مې چرس رانيول، بيا به مې هغه ميده کول، لږ تنباکو به مې ورسره ګډول، سګريټ به مې ځنې ډک کړ او بیا به مې څکول. کله چې مې چرس څکول، که چرس به وه نو ښه به وم، پټه خوله به ناست وم، خبرې مې نه کولې، خو کله چې به چرس نه رارسېدل ډېر به په قهر وم."


د هغو معلوماتو له مخې چې د معتادانو د درملنې له روغتيايي مرکزونو څخه را ټول شوي، په افغانستان کې ځوانان لومړی د تفريح لپاره د چرسو نشه کوي او په دې وروستیو کې ډېر ځوانان په چرسو معتاد شوي دي.


د اروپا د نشه يي موادو او اعتياد د څارنې مرکز څېړنه ښيي چې، د چرسو او تنباکو ګډ استعمال د جسمي ناتوانۍ، عصبي سيسټم د کمزورۍ، د درسونو په يادولو کې ستونزې او د معتادې مور په ګېډه کې پر ماشوم د ناوړه اغېزو سبب کېږي.


د دې څېړنې پايلې ښيي چې، د چرسو نشه د لويانو خلکو په پرتله ځوانانو ته ډېر زيان رسوي، ځکه چې د هغوی عصبي سيسټم او ذهن د ودې په حال کې دی.


په کابل کې د نجات روغتيايي مرکز مسئول ډاکټر محمد نعمان رشيدي پوپل وايي چې، په دې وروستيو کې دوی ته د چرسو معتادان ډېر ورځي، په دې معتادانو کې ډېری يې هغه ځوانان دي چې د رواني ستونزو او حافظې له کمزوریه شکايت کوي.


نوموړی وايي: "هغه ناروغان چې چرس له تنباکو سره ګډ استعمالوي، د هغوی حافظې يې ور کمزوري کړي دي. دماغي نا ارامي او رواني ناروغۍ ورته پيدا کوي چې په نتيجه کې يې د ناروغ پر دماغ فشار راځي، پرله پسې بې خوبي ورته پيدا کېږي چې دا ناروغي بيخي د درملنې وړ نه ده او د مړينې سبب هم کېدای شي."


په افغانستان کې په سګريټو کې له چرسو سره د تنباکو ګډ استعمال ډېر رواج دی.


د معتادینو د درملنې روغتيايي مرکزونو چارواکي وايي، هغه ذهني ګډوډي چې له چرسو سره د تنباکو د ګډ استعمال په نتيجه کې پېښېږي، د معتاد د درملنه بهير هم ټکنی او پېچلی کوي.


-----------------------

راپور: مرسلین ارسلا

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *