Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د اوکراين پر ختيځو سيمو د روسيې بريدونه؛ يو شمېر ملکيان وژل شوي

د اوکراین چارواکي وايي، د دغه هېواد په ختیځ کې د روسیې د ړندو بمباريو د ډېرېدو له امله يو شمېر ملکيان وژل شوي دي.


د اوکراین چارواکي وايي، د دغه هېواد په ختیځه سیمه لوهانسک کې لږ تر لږه ۱۳ ملکیان داسې مهال وژل شوي، چې پر سیمه د روسیې ړندې بمبارۍ زیاتې شوې دي.


د لوهانسک والي سرهی هایدای د جمعې په ورځ ویلي، له دې جملې ۱۲ ملکیان په سیورو-دونیڅک ښارګوټي کې وژل شوي، چې د ده په وینا د روسیې یوه حمله په کې ناکامه شوې ده.


سیورو-دونیڅک ښارګوټی او لیسیچانسک ښار هغه سیمې دي چې روسي پوځيانو په کې خپل عملیات پیل کړي دي.


د بریتانیا یو استخباراتي راپور وايي، مسکو ښايي د بندري ښار ماریوپول تر نیولو وروسته په دونباس کې خپلې حملې لا زیاتې کړي.


په ماريوپول کې د اوکراین ځینې هغه مدافعان چې د فولادو په یوه فابریکه کې راګیر پاتې وو روانه اوونۍ تسلیم شول.


په جنوبي ښار زاپوریژیا کې محلي پوځي چارواکو نن جمعه ویلي، د څه باندې ۱۰۰۰ هغو موټرو مخه نیول شوې، چې د اوکران تر ولکې لاندې قلمرو ته یې اوکراینیان لېږدول.


د اوکراین ولسمشر ولادمیر زلینسکي تېره شپه په خپل یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، روسیې د اوکراین دونباس سیمه په بشپړ ډول ویجاړه کړې ده.


د اوکراین ولسمشر روسي ځواکونه تورن کړل، چې هڅه کوي تر خپله وسه ملکیان ووژني او مالي زیانونه واړوي. هغه یو وار بیا روسیه په ډله ییزې وژنې تورنه کړه.




د بریتانیا پوځي استخباراتو نن جمعه ویلي، چې د ماریوپول د فولادو په فابریکه کې احتمالاً شا و خوا ۱۷۰۰ سرتېري تسلیم شوي وي.


مسکو هم د پنج شنبې په ورځ وویل چې تر اوسه په دې فابریکه کې ۱۷۳۰ اوکرایني جنګیالي دوی ته تسلیم شوي دي.


په تسلیم شویو کسانو کې هغه ټپیان هم شامل دي، چې د راپورونو له مخې د اوکراین ختیځ ته چې د روس-پلوه بېلتونپالو په ولکه کې دی، لېږدول شوي وو.


د بریتانیا استخباراتو په خپل ورځني راپور کې چې د دغه هېواد دفاع وزارت خپور کړی ویلي، د اوکراین بې شمېره نور ځواکونه په دې فابریکه کې دننه پاتې دي.


د بریتانیا د استخباراتو راپور وايي، روسیه د ازوف سمندرګي د بندري ښار ماریوپول تر نیولو وروسته، ښايي په صنعتي سیمه دونباس کې خپل عملیات لا شدید کړي.


خو راپور وايي، په دونباس کې یو وار بیا د روسي ځواکونو ځای پر ځای کول ښايي زیات وخت ونیسي، ځکه دوی باید په مهماتو او نورو تجهیزاتو سمبال شي.


دغه روسي ځواکونه د ازوف سمندرګي په سواحلو کې د اوکراین له سخت مقاومت سره مخامخ شوي وو.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *