Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

له ۱۵ کلونو کم عمره ماشومانو ته د پاسپورټ نه ورکولو ستونزې رامنځته کړي

ځینې افغانان وايي، طالبان له یوې مودې راهیسې له پنځلس کلونو کم عمره ماشومانو ته پاسپورټ نه ورکوي.


د یوه درې کلن ماشوم پلار وايي، د زوی د پښې هډوکی یې ستونزه لري او باید د درملنې لپاره یې بهر یوسي.


دی چې د امنیتي ستونزو له امله نه‌غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي وايي، په افغانستان کې یې ورته دوه ځلي د هډوکي عملیات وکړ، خو ګټه یې ونه کړه.


دی وايي، له پنځو میاشتو راهیسې په دې هڅه کې دی، چې خپل دغه ناروغ زوی ته پاسپورټ واخلي، خو په خبره یې، طالبان یې ځکه زوی ته پاسپورټ نه ورکوي چې عمر یې له پنځه‌لس کلونو کم دی.


هغه زیاته کړه: "یو ځل یې دا پاڼې څېرې کړي او لېرې یې وغورځولې. ویل یې موږ پوهېږو چې په دې بهانو له افغانستانه د باندې ځئ. ما ورته وویل، ای وروره، دا ناروغ دی او دا یې ستونزه ده تر دې چې د زوی پر پښو مې قالب هم و. موږ پنځه میاشتې کېږي چې لا نه يوو توانېدلي چې پاسپورټ واخلوو."


دا ستونزه یوازې په پلازمېنه کابل کې نه، بلکې په ولایتونو کې هم ده.


یوه مېرمن چې دا هم نه‌غواړي نوم یې د امنیتي ستونزو له امله په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل، د ګواښونو او نورو ستونزو له امله غواړي فرانسې ته ولاړه شي، خو ټوله کورنۍ یې یوازې د ۹ کلنې لور پاسپورټ ته پاتې ده.


هغه وايي: "د حسنا په نوم مې یوه ۹ کلنه لور ده. هر څه مو چې وکړل ونه توانېدو ورته پاسپورټ واخلوو. یو ځل چې لاړو ویل یې کتابچې خلاصې دي. بل ځل یې زموږ عریضه وانخیسته. کله چې انلاین نوم‌لیکنه کوو، درې څلور میاشتې وخت راکوي، موږ نور نه‌شوو کولای په تمه پاتې شوو. تېرو ۶ ـــــ ۷ میاشتو چې طالبان راغلي، تل له ستونزو سره مخ شوي یوو."


دا مېرمن ادعا کوي، چې د خپلې لور لپاره یې یو شمېر کسانو ته چې ویل یې د پاسپورټ ریاست له چارواکو سره نږدې اړیکې لري، ۵۰۰ تر ۷۰۰ ډالر ورکړل، څو ورته پاسپورټ جوړ کړي، خو تر ننه پیسې هم لاړې او هغه خلک هم.




خو د پاسپورټ ریاست د مطبوعاتو مرستیال عبدالمنیر پوپلزي بیا ازادي راډیو ته وویل، له ۱۵ کلونو کم عمره ماشومانو ته دوی ځکه پاسپورټ نه ورکوي چې د پاسپورټ ۵ کلنې کتابچې نه‌شته.


هغه وویل: "د اوس لپاره زموږ ستونزه همدومره ده چې د پاسپورټ ۵ کلنې کتابچې ډېرې کمې دي، ځکه موږ نه‌شو کولای ټول ته یې ووېشوو. قانون کې نه‌شته چې له ۱۵ کلونو کم عمرو ته لس کلن پاسپورټ ورکړو، ځکه څېره یې تغییر کوي. د نویو پاسپورټونو په رارسېدو سره دا ستونزه حلېږي."


طالبان د هر پنځه کلن پاسپورټ په سر څه د پاڅه ۵ زره افغانۍ او د لس کلن پاسپورټ په سر څه د پاڅه لس زره افغانۍ اخلي.


د تېرې چهارشنبې په ورځ د پاسپورټ ریاست دا هم وویل، چې ۳ میلیون نوې چاپ شوې کتابچې به تر دوو اوونیو کابل ته ورسېږي چې په دې سره به اوسنۍ ستونزې پای ته ورسېږي




د پاسپورټ ریاست وايي، دا کتابچې په لېتوانیا کې د یوه خصوصي شرکت له‌خوا چاپېږي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *