Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

په افغانستان کې د بشري ناورین څېړلو لپاره د نړیوال بحث غوښتنه وشوه

د قطر د سرې میاشتې ټولنې چارواکي وايي، په افغانستان کې د بشري ناورین د څېړلو لپاره یو نړیوال بحث ته اړتیا ده.


په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو لاس په لاس کېږي، چې په کې یوه افغانه مور د خپلو اولادونو د خوراک لپاره له خلکو مرسته غواړي.



واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، افغانانو ته د بشري ناورین ګواښ متوجه دی.


د ملګرو ملتونو راپورونه ښيي، چې له نیمايي زیات افغانان له لوږې سره مخ دي او د خوړو لپاره څه نه‌لري.










 


که څه هم طالبانو په ځلونو له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې په دې سختو شپو او ورځو کې د افغانانو لاس‌نیوی وکړي، خو هغه شرایط چې نړیوالې ټولنې له دې بد وضعیت د افغانستان د وتو لپاره وړاندیز کړي، طالبانو یو هم نه دی منلی.


خو له دې ټولو سره سره، پرون په دوحه کې په افغانستان کې د بشري وضعیت د څېړنې او له افغانانو سره د نړیوالې ټولنې د بشري مرستو د څرنګوالي په اړه غونډه شوې.


په دې غونډه کې د قطر د سرې میاشتې د عمومي منشي علي بن حسن الحمادي په ګډون د اسیا لپاره د سره صلیب او سرې میاشتې سیمه‌ییز مسوول الکساندر ماتیو، په افغانستان کې ای‌سي‌ار‌سي مشر ایلو فیلیون، د طالبانو د سرې میاشتې رییس مطیع‌الحق او د بهرنیو هېوادونو ځینو استازو او سفیرانو هم ګډون کړی وو.


د قطر د سرې میاشتې ټولنې له‌خوا خپره شوې اعلامیه کې لیکل شوي، په دې غونډه کې په افغانستان کې د بشري وضعیت او تر خوا یې پر افغانانو د دې حالت د اغېز د کمولو په لارو چارو خبرې شوي.



اعلامیه کې د قطر د سرې میاشتې د ټولنې رییس علي بن حسن الحمادي له قوله لیکل شوي، دوی ټینګار کړی چې څه ډول د ځپل شویو افغانانو اړتیاوې پوره کړي او تر خوا یې افغانستان چې له لسیزو راهیسې جګړو ځپلی له دې حالت وویستل شي او د خلکو امنیت او ثبات یې خوندي شي.


اعلامیه زیاتوي، په دې ناسته کې هوکړه شوې، چې په افغانستان کې د بشري ناورین څرنګوالی له نږدې وڅېړل شي، د بېړنیو او د ژوند ژغورنې اړتیاوې په ګوته شي او تر خوا یې په بېلابېلو سکټورونو کې هغه تشې نښه شي چې د اوسنیو ستونزو د تل‌پاتې حل لپاره لار پرانېزي.


د قطر د سرې میاشتې د ټولنې اعلامیه دا هم لیکل شوي، چې دوی نړۍ ته بلنه ورکړې، چې د یو داسې هېواد په وړاندې خپل بشردوستانه مسوولیت ته غاړه کېږدي، کوم چې له نږدې نیمې پېړۍ راهیسې د نړیوال سیاست مرکز او ویجاړ شوی دی.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *