زمبابوې کرکټ لوبډلې د افغانستان لوبډلې ته د ۲۲۹ منډو هدف ورکړ
زمبابوې کرکټ لوبډلې د افغانستان ملي لوبډلې ته د ۲۲۹ منډو هدف ورکړ.
د زمبابوې او افغانستان د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ دوهمه یو ورځنۍ لوبه چې اوس د زمبابوې په پلازمېنې حراري کې روانه ده، افغان لوبډلې د پچې په ګټلو سره لومړی زمبابوې ته فرصت ورکړ چې توپوهنه وکړي.
زمبابوې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره افغان لوبډلې ته د ۲۲۹ منډو هدف کېښود چې افغان لوبډله یې باید په ۵۰ اورونو کې پوره کړي چې لوبه وګټي.
د زمبابوې لپاره اینوسېنټ کایا ۶۳ منډې او ریان بورل ۵۱ منډې وکړې.
د افغانستان لپاره فرید ملک درې او محمد نبي، راشد خان او فضل الحق فاروقي دوه – دوه لوبغاړي وسوځول.
د لومړۍ پاڼۍ له دمې وروسته به د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د ۲۲۹ منډو هدف ته د رسېدو په خاطر خپله توپوهنه پيل کړي.