وېلز فوټبال لوبډله د ۲۰۲۲ کال نړیوال جام ته لار ومونده
وېلز فوټبال لوبډلې د اوکراین فوټبال لوبډلې په ماتولو سره د فوټبال د ۲۰۲۲ کال نړیوال جام ته لار ومونده.
نړیوال جام ته د لارموندنې پایلوبه، چې تېره شپه د وېلز هېواد په کارډېف ښار کې وشوه، د وېلز لوبغاړي ګراټ بېل د لوبې په ۳۳مه دقیقه کې ګول وواهه چې د لوبې تر پایله دواړو لوبډلو بل ګول ونه واهه او لوبه یو ــ صفر د وېلز په ګټه تمامه شوه.
له دې بریا سره د وېلز فوټبال لوبډلې د قطر د ۲۰۲۲ کال نړيوال جام ته لار ومونده چې په خپل ګروپ کې به له انګلنډ، امریکا متحده ایالتونو او ایران سره ولوبېږي.
له بایللو سره هم د لوبې په پای کې د اوکراین لوبغاړي او مینه وال د وېلز د لوبغاړو او مینه والو لخوا ډېر تشویق شول.
د اوکراین لوبډلې روزونکي الکساندر پیتراکوف له لوبې وروسته وویل، دوی خپله ټوله هڅه وکړه خو دا چې بریالي نه شول، د اوکراین له وګړو بخښنه غواړي.